عبدالله عبدالله وایي چې د اشرف غني انعطاف نه ښودل د دی لامل شو چې د سیاسي مشرانو هڅې، بې پایلې پاتې شي او اوس غواړي چې د دې کړکیچ د هواري لپاره، لس ورځې مهال ورکړل شي او سیاسي مشران پکې ګډون ولري.
د محمد اشرف غني د څرګندونو دوه ورځې وروسته؛ نن (پنځنۍ، اوري اوومه/مارچ۲۶)، عبدالله عبدالله د رسنیو پر وړاندې ظاهر شو.
هغه وویل چې د خبرو ور یې پرانیستی پریښی او د روان سیاسي کړکیچ د هواري لپاره دې لس ورځې مهال ورکړل شي او سیاستوال دې هم په کې ونډه ولري.
هغه زیاته کړه: “وړاندیز مې دا دی چې د هیواد یو شمیر ملي شخصیتونه، دې قضیه کې ښکیل شي او خپلو هڅو ته دوام ورکړي، لس ورځې ورته مهال ورکړو چې د خلکو له تشویشونو مخنیوی وکړو. د همدې لسو ورځو په فاصله کې ډاډ ورکوم هغه څه چې زمونږ په وس کې دي، د ستونزو د هواري لپاره ترې ډډه نه کوو.”
عبدالله عبدالله زیاته کړه چې امریکا د روان کړکیچ د هواري پازه د ده او د اشرف غني پرغاړه ایښې، خو له ښاغلي غني سره یې په جلا خبرو کې دا موندلې چې ارګ د کړکیچ د هواري لپاره انعطاف نه ښایي.
ښاغلي عبدالله پر دوام وویل: مونږ د ستونزو د هواري لپاره کوښښ وکړ، خو هڅو مو پایله ونه لرله؛ ځکه یو لوري له ځانه انعطاف ونښود… له حالته یې مسوولانه درک ونښود.
هغه ارګ د امریکا د مرستو د کمیدو پر وړاندې په نامسوولانه کړنې تورن کړ او روښانه یې کړه: “ناندرې د امریکا د مرستو د کمیدو لامل وګرځیدې… خو له دې مسئلې سره یې سرسري چلند وکړ او ویې ویل چې مونږ له نورو ځایونو سرچینې مومو، دا واقعبینانه نده… دا نامسوولانه چلند ښايي چې د خلکو پر وړاندې شوی دی. دا مرستې کولای شي د روغتیا، پوهنې، بنسټونو او انرژۍ برخې زیانمنې کړي.”
ولسمشرۍ ماڼۍ د ښاغلي عبدالله د څرګندونو اړوند څه ندي ویلي.
خو په فرهنګي چارو کې د ولسمشر سلاکار، شاه حسین مرتضوي په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې؛ “سیاسي انعطاف منل د اساسي قانون پر سر د معاملې معنی نلري. د نظام مشروعیت له معاملې سره نه ټینګیږي.”
له بلې خوا؛ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په خپلو خبرو کې یو ځل بیا له افغان سیاسي مشرانو وغوښت لچې ژر تر ژره سیاسي ناندرو ته د پای ټکی کیږدي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مایک پامپیو زیاته کړې: لازمه ده چې په افغانستان کې ټول سیاسي مشران سره یوځای شي. ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله او ټول هغه چې ګډې ګټې لري، د افغانستان د پرمخ تلو او د افغانستان خلکو لپاره د جوړجاړي د زمینې د برابرولو او د هغو د ژوندانه د ښه والي په موخه سره یوځای شي؛ ټیم جوړ کړي او په پراخه کچه له ټولو افغانانو سره کښیني او خپلې مسایل هوار کړي. دا د افغانستان له مشرتابه څخه زمونږ یوازینۍ تمه ده.
مخکې له دې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت، اشرف غني او عبدالله عبدالله په نامسووله کړنو تورن کړي وو او له هغو یې د ناپخلاینې له کبله، له افغانستان سره خپلې مرستې کمې کړې او له هغو یې وغوښتل چې ژر تر ژره ناندرې پایته ورسوي او د سولې د خبرو په لور ولاړ شي.
آرزو نیوز – شمس الرحمن خپلواک