| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
عبدالله: د ټپل شوې جګړې پر وړاندې دریږو
14 Jul 2021
د ملي روغې جوړې لویې شورا مشر د سولې ملي ناستې په نوم ناسته کې وویل چې د جګړې دوام به د بریا لامل نه بلکې د خلکو د رنځ او زورونې لامل شي.
د هغه په وینا، طالبان تر اوسه د اساسي سکالو پر سر خبرو اترو ته نه دي حاضر شوي.
عبدالله عبدالله زیاته کړنه: “ په هیڅ ډول شرایطو کې به د خبرو اترو ور ونه تړو، خو د ټپل شوې جګړې پر وړاندې دریږو.”
ښاغلي عبدالله وویل چې د جمهوریت غاړه د سولې خبرو اترو لپاره بشپړ چمتو والی لري“ خو مقابل لور بیا جګړو ته زور ورکوي او تر اوسه حاضر شوي نه دي چې پر اساسي سکالو بحث او خبرې اترې وکړي.”

د ملي روغې جوړې لویې شورا مشر همدا شان وویل ې د اسلامي هیوادونو عالمانو په افغانستان کې اوسنۍ جګړه نا روا بللې او د دې جګړې دوام د افغانستان د خلکو د بیځایه کیدو، رنځ او زورونې د دوام په معنا ده.
هغه زیاته کړه: “ که چیرې طالبان خپلې موخې د جګړې له لارې ویني او مشروعیت د خبرو اترو له لارې تر لاسه کړي، هیڅ یوې موخې ته به ونه رسیږي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې د دوحې د خبرو اترو بهیر اوس مهال پڅ پر مخ روان دی، خو ښاغلي عبدالله تیره ورځ په یوې ناسته کې په نوې کچه د خبرو اترو له پیل څخه خبر ورکړ.
له بلې خوا، سرچینو ویلي دي چې تمه ده په نږدې راتلونکو ورځو کې د عبدالله عبدالله په مشرۍ یو پلاوی له طالبانو سره خبرو په موخه دوحې ته ولاړ شي.
