عبدالله عبدالله وایي چې د کرونا ویروس د خپریدو او پراخیدو د مخنیوي لپاره باید له لویو راټولیدنو ډډه وشي.
په ولسمشریزو ټاکنو کې د بریا مدعي، عبدالله عبدالله نن (درې نۍ، د کب۲۷/مارچ۱۷)، په یوې خبري ناسته کې وویل چې د فردي او ټولنیزو انضباطي تابیاوو ترلاس لاندې نیولو سره باید، د حالت له بیړني کیدو او د خلکو د ژوند د بهیر د فلجیدو مخنیوی وشي.
هغه زیاته کړه چې “کرونا واکسین نلري او په دې ویروس د اخته کیدو د مخنیوي تر ټولو غوره لار، انضباطي تابیاوې دي.”
ښاغلي عبدالله د روغتیا له وزارت او د روغتیا له نړیوال سازمان څخه د مننې ترڅنګ، زیاته کړه: “باید دا تمه ونلرو چې یو وزارت په یوازې وکولای شي د کرونا د خپریدو مخنیوی وکړي. په دې برخه کې ملي پیوستون او د روغتیایي بنسټونو پیغامونو ته پاملرنې ته اړتیا لرو.”
هغه د پوهاوي په برخه کې د دیني عالمانو، مدني ټولنې او رسنیو د مهمې ونډه یادونه وکړه او ویې ویل چې باید اجازه ورنکړل شي چې کرونا، حالت بیړنی او د خلکو ژوند فلج کړي.
ښاغلي عبدالله د خوراکي توکو په احتکار هم نیوکه وکړه او ویې ویل چې “په داسې حالت کې پیوستون او هیوادپالنې روحیې ته اړمن یو.”