1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

عبدالله: طالبان د افغانستان له حکومت سره سیاسې هوکړې ته لیوالتیا نه لري

2017_Halifax_International_Security_Forum_37618951885
19 Jun 2021

د ملي روغې جوړې لویې شورا مشر عبدالله عبدالله وايي چې طالبان د افغانستان له حکومت سره سیاسي هوکړې ته لیوالتیا نه لري.

ښاغلي عبدالله له اسوشیتدپرس خبري آژانس سره په مرکه کې ویلي دي چې داسې نښې شتون لري چې طالبان هڅه لري د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ له بشپړیدو مخکې، پوځي پرمختګونو ته لاس رسی ومومي.

د ملي روغې جوړې لویې شورا مشر هیښتیا ورکوي چې که چیرې طالبان له پوځي لارې د بریا سوچ لري، ناسمه سوچ یې کړی دی.

په همدې حال کې د انتالیا ډیپلوماسۍ ناستې په څنډه کې د ترکیې له ولسمشر سره لیدنه کړې ده.

په دې لیدنه کې عبدالله عبدالله په افغانستان کې د سولې هڅو او وروستیو  او په هیواد او سیمه کې سیاسي او امنیتي بدلونونو  په اړه خبرې کړي او په افغانستان کې د سولې له بهیر څخه د ترکیې د ملاتړ د دوام غنوښتنه یې کړې  ده.