1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

عبدالله عبدالله: حکومت د سولې خبرو اترو ته چمتو دی

103877728_2619645614913579_8718113527022170915_o-1536x1024
09 Jun 2020

د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وایي چې حکومت د سولې د خبرو اترو ته چمتو دی.

د دوه نۍ په ورځ ( غبرګولی ۱۹/ جون ۸ ) ښاغلي عبدالله د آسیا زړه ټولنې او په نیویارک پوهنتون کې د نړیوالې همکارۍ مرکز لخوا په افغانستان کې د سولې لپاره د نړیوالې مرستې په اړه آنلاین کنفرانس کې خبرې وکړې.

ښاغلي عبدالله وویل: د لومړي ځل لپاره د سولې لپاره ریښتینی زمینه برابره شوې ده. په افغانستان کې موږ دوامداره سولې ته د رسیدو لپاره د بیلابیلو بهیرونو او حکومت د اجماع او په نړیواله او سیمه ییزه کچه د لویو بدلونونو او سولې په لور د خوځښت شاهدان یوو.

ښاغلی عبدالله ټینګار لري چې اوس مهال درې زره طالب بندیان خوشې شوي او په راتلونکې کې هم د خبرو اترو پیل لپاره دا لړۍ دوام ولري.

د ملي پخلاینې عالي شورا مشر زیاته کړه چې د افغانستان حکومت خبرو اترو ته چمتو دی او سولې ته د رسیدو لپاره به هیڅ ډول هڅې ونه سپموي. ښاغلي عبدالله هیله څرګنده کړه چې طالبان هم د خلکو غوښتنو پوره کولو لپاره خپلې هڅې وکړي.

ژباړه: نجلا مایار