| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
عبدالله عبدالله: د سولې په خبرو کې پرمختګ نه دی شوی
19 Oct 2020
د ملي روغې جوړې لویې شورا مشر عبدالله عبدالله له یوې ایراني رسنۍ سره په مرکه کې ویلي دي چې هغه تمې چې هیواد والو د قطر له خبرو اترو درلودې، نه دي پوره شوي او برعکس د ناکراریو او تاوتریخوالو لمن لا پراخه شوې ده.
ښاغلی عبدالله همدا راز ټینګار کوي چې د لنډمهاله (موقت) حکومت خبر د اوسني حالت څخه وتلو کې مرسته نه کوي.
د ملي روغې جوړې د لویې شورا مشر دا خبرې د یو شمیر څهرو د شخصي لیوالتیاوو څخه سرچینه بللې او ویلي چې د دوحې خبرو کې، افغانستان ته داسې راتلونکی وټاکل شي چې په هغه کې افغانان له آزاده رایو سره خپل برخه لیک وټاکي.
هغه په دې مرکه کې همداراز هیښتیا ورکړې چې د دوحې د بهیر ماته به په افغانستان کې د جګړې او تاوتریخوالي د دوام معنا ولري.
ښاغلي عبدالله، په افغانستان کې سوله د سیمې په ګټه بللې او ټینګار یې کړی چې په افغانستان کې ټیکاو به په سیمه کې ډیر اقتصادي فرصتونه له ځانه سره ولري.

له بلې خوا، د ملي روغې جوړې د لویې شورا مشر، په دې سفر کې، د ایران د اسلامي شورا د جرګې له مشر، محمدباقر قالي باف سره هم ولیدل.
د سپیدار د خبرپاڼې پر بنسټ، قالي باف ویلي چې د اسلامي شورا جرګه له هغې سولې چې د افغانستان د خلکو په ګټه وي او د دې هیواد ځمکنۍ بشپړتیا وساتي، ملاتړ کوي.
عبدالله عبدالله، د دوه ورځیني رسمي سفر په لړ کې، تیره ورځ (یوه نۍ، تلې۲۷)، تهران ته ولاړ.
هغه نن د ایران له ولسمشر حسن روحاني سره هم لیدلي دي. په دې لیدنه کې، تهران په افغانستان کې د افغانانو په مشرۍ د تلپاتې سولې بشپړ ملاتړ کړی دی.
