1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

عبدالله عبدالله د یوشمیر وزارت خونو او ولایتونو په مشرتابه کې بدلون راولي

عبدالله-16-1
02 Feb 2020

اجرایې ریاست وایې چې د ملي یوالي حکومت د جوړښت هوکړې ښاغلي عبدالله ته دا حق ورکړی،ولسمشرۍ ماڼۍ ګمارل او لري کول د ولسمشر له واکونو یادوي.

په ظاهره توګه د وزارت خونو په مشرتابه او حکومتي څوکیو کې نوي بدلونونو،د اجرایې ریاست مشر عبدالله عبدالله اړ کړی ترڅو په دې تړاو تازه دریځ وښایي.

اجرایي ریاست وايي چې سپیدار ماڼۍ د چنو وهلو په حال کې ده ترڅو د یوشمیر وزارت خونو او ولایتونو په مشرتابه کې بدلون راولي.

که څه هم تر اوسه روښانه نه ده چې دا بدلونونه په کومو وزارت خونو او ولایتونو کې رامنځته کیږي،خو د اجرایي ریاست ویاند مجیب الرحمان رحیمي آرزو ټلویزیون ته ویلي دي چې دا پریکړه په ملي یوالي حکومت کې د یوه شریک په توګه  د ښاغلي عبدالله حق دی.

ښاغلي رحیمي همدا شان ویلي دي چې د ملي یوالي د حکومت جوړښت هوکړه لیک څوڅو ځلي د ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري نقض شوی دی.

خو ولسمشرۍ ماڼۍ بیا دا نه مني.

د ولسمشر د ویاند مرستیال لطیف محمود رسنیو ته ویلي دي چې د قانون د حکم پر بنسټ،د حکومتي چارواکو ګمارنه او لري کول د ولسمشر له واکونو څخه دي.

وړاندې له دې عبدالله عبدالله تل هیښتیا ورکړې ده چې د ولسمشر یو اړخیز اقدامونه به هیواد د کړکیچ په لور بوځي او اجرایي ریاست به چې په حکومت کې ونډه لري،د دې پریکړو پر وړاندې ودریږي.

آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي