د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې له خپلو پلویانو غوښتي چې د یوې نۍ په ورځ دې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته اجازه ورکړي ترڅو د پاتو ۷ ولایتونو د رایو بیا شمیرنه وکړي.
ښاغلي عبدالله تیره شپه (جمعه د لیندۍ/قوس ۲۲ مه) اعلان وکړ چې دا پریکړه یې ټاکنیزو کمېسیونونو ته د حسن نیت ښودلو لپاره کړې ترڅو په خپلو پریکړو بیا کتنه وکړي.
د ثبات او همپالنې ټاکنیزې مشرتابه همدا شان هیښتیا ورکوي چې د ټاکنو د هغو پایلو اعلان ورته د منلو نه دی چې له درغلیو ډکې وې.
وړاندې له دې د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې په جوزجان، فاریاب، بدخشان، تخار، بغلان، سرپل او پنجشیر ولایتونو کې د رایو بیا شمیرنې بهیر درولی وو.
دا ډله ادعا لري چې د قانون او ټاکنیزو کړنچارو پر بنسټ نږدی ۳۰۰ زره رایې باطله دي او دا رایې باید له سیسټم څخه بهر شي.
له بلې خوا ټاکنیزو لانجو راکمیدو لپاره د ټاکنیزو کمېسیونونو د تیرې ورځې مشورتې ناسته بی پایلې پایته ورسیده.
په دې ناسته کې ټاکنیزو ډلو د ټاکنیز کړکیچ حل لپاره حل لارې وړاندې کړې خو په پای کې ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون چې د دې ناستې کوربه توب پر غاړه درلوده،اعلان ونه کړ چې څه مهال د دې حل لارو په اړه پریکړه کوي.
خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون مرستیال عصمت الله مل په غوسې سره اعلان وکړ چې له هرې شونې لارې به د ټاکنو د پایلو یوه برخه او یا هم لومړنۍ پایلې اعلان کړي.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي