د ملي روغې جوړې لویې شورا مشر عبدالله عبدالله وايي زمونږ په آند د هیواد اوسني کړکیچ حل یوازینۍ لار د سولې خبرو اترو ګړندیتوب، تلپاتې اوربند او د جګړو پای دی.
ښاغلی عبدالله زیاتوي چې د لنډمهاله اوربند اعلان د خلکو لپاره د لنډ مهال لپاره د آرامښت فرصت برابروي خو د ستونزې حل لپاره اساسي او تلپاتې حل لاره نه ده.
د افغانستان کړکیچ پوځي حل لاره نه لري، له همدې کبله هیڅ ډله دې دا خیال نه کوي چې په ژونو او تاوتریخوالو سره به پایلې ته ورسیږي.
یو ځل بیا طالبان د خبرو اترو بیا پیل، تلپاتې اوربند، د جګړو او وینې تویونې دریدو او ټولیزې سیاسي، عادلانه، باعزته او د ټولو اړخونو لپاره د منلو وړ حل لارې موندلو رابلم.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو ډلې د کوچني اختر په درییو ورځو کې اوربند اعلان کړی دی.