1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

عبدالله عبدالله: مونږ ټول منلی حکومت جوړوو

86494943_10158069121394717_2525430406291914752_o
19 Feb 2020

د  ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې مشر عبدالله عبدالله، د ټاکنو خپلواک کمېسیون له لوري د ولسمشرۍ ټاکنو وروستیو پایلو د اعلان په غبرګون کې تیره شپه وویل د رڼو رایو پر بنسټ،د هغه ډله بریالۍ ده او ټول منلی حکومت جوړوي.

ښاغلی عبدالله ټینګار کوي چې ټاکنیز کمېسیونونه له دې پریکړې سره ملي خیانت کړی او هغه پایله چې اعلان شوه پر ولسواکۍ کودتا او د خلکو له تکل سره خیانت دی.

د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې مشر وایي درغلۍ کوونکي د تاریخ پر وړاندې تور مخې دي.