د ملي روغې جوړې لویې شورا مشر عبدالله عبدالله اسلام آباد ته سفر وکړ
د ملي مصالحې لویې شورا په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د دې شورا مشر عبدالله عبدالله نن سهار( دوه نۍ/دوشبنه، د تلې/میزان ۷ مه) د پاکستان د لومړي وزیر عمران په رسمي بلنه د یوه لوړپوړې پلاوي په راس کې اسلام آباد ته تللی دی.
د دې خبرپاڼې پربنسټ، په دې سفر کې به ښاغلی عبدالله په افغانستان کې د تلپاتې، پتمنې او عادلانه سولې په تړاو له پاکستاني چارواکو سره بحث وکړي.
د ملي روغې جوړې لویې شورا مشر په دې سفر کې د پاکستان له ولسمشر عارف علوي، لومړي وزیر عمران خان، د پارلمان مشر اسد قیصر، د سنا مشر محمدصادق سنجراني،د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي او د پوځ له لوی درستیز قمر جاوید باجوه او یوشمیر نورو چارواکو سره لیدنه وکړي.
دا په وروستۍ یوه لسیزه کې پاکستان ته د ښاغلي عبدالله لومړنی سفر دی. وړاندې له دې د روغې جوړې لويې شورا مشر هیله مندي ښودلې وه چې دا سفر به د دواړو هیوادونو ترمنځ د همکاریو نوې پاڼه پرانیزي.