د روغې جوړې لویې شورا مشر عبدالله عبدالله یو ځل بیا په هیواد کې د اوربند پر ټينګښت ټينګار کوي.
ښاغلی عبدالله د سولې له بهیر څخه ملاتړ لپاره د ټلوالې پیاوړتیا په نوم دویمه آنلاین ناسته کې وایي چې اوربند او د تاوتریخوالي پای په قطر کې د دولت د پلاوي په لومړیتوب کې دی.
د روغې جوړې ملي لویې شورا مشر په افغانستان کې سولې ته د لاس رسي لپاره سیمه ییزه او نړیواله ټلواله هم اړینه بولي.
له بلې خوا د دولت او طالبانو د ډلې مرکچي پلاویو پرون ماښام(مرغومي ۲۸مه) یوه ناسته ترسره کړه.
خو یوشمیر هیواد وال د افغانانو ترمنځ خبرو اترو په بهیر کې له پڅوالي سخته نیوکه کوي او وایي چې د هرې ورځې په تیریدو سره د تاوتریخوالو او جګړو دوام له کبله، د هیواد په بیلابیلو برخو کې ولسي کسان قرباني ورکوي.