| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
عبدالله: مونږ د بشرپاله اوربند د اعلان غوښتونکي یوو
12 Sep 2020
د ملي روغې جوړې د لویې شورا مشر په افغانستان کې د بشرپاله اوربند په اعلان ټینګار وکړ؛ ملابرادر وایي چې طالبان د هغه نظام غوښتونکي دي چې په هغه کې ټول خلک حضور ولري.
افغانستان ته د سولې راوستلو د هوکړه لیک له لاسلیک څخه د نږدې شپږو میاشتو تیریدو وروسته، د حکومت او طالبانو ډلې د مرکچي پلاویو په حضور د افغانانو ترمنځ خبرې، نن (پیلنۍ، وږي۲۲)، پیل شوې.
عبدالله عبدالله په دې مراسمو کې وویل چې د افغانستان حکومت پلاوی د ټولو سیاسي ګوندونو، شخصیتونو او د ټولنې د ټولو قشرونو په استازولۍ د خبرو لپاره قطر ته راغلی دی.
هغه زیاته کړه: مونږ د بشرپاله اوربند غوښتونکي یوو. بشرپاله اوربند د دې لامل ګرځي چې د افغانستان ټولو برخو ته بشري مرستې او پرمختیايي برنامې ورسیږي او زمونږ خلک ترې برخه من شي.

د ملي روغې جوړې د لویې شورا مشر زیاته کړه: راسخه عقیده لرو چې باعزته او تلپاتې سوله هغه مهال تامینیدای شي چې د استقلال، آزادۍ، ملي ځواکمنتیا، ځمکنۍ بشپړتیا او پراخ سیاسي ګډون د ساتنې ډاډ ورکوونکې و اوسي او د افغانستان ولس هر اړخیز ملاتړ له ځانه سره ولري.
ښاغلي عبدالله همداراز وویل: لازمه نده چې په ټولو برخو سل په سله هوکړه وکړو. مونږ کولای شو بیلابیلې ټاکنې او منځنۍ حل لارې مطرح کړو چې په اساسي او مرکزي ټکو د هوکړې لپاره لار هواره کړي.
هغه همداراز د دې ناستې د ترسره کولو لپاره، د نړیوالې ټولنې او په ځانګړې توګه د امریکا، اروپایي ټولنې او د افغانستان د ګاونډیو او سیمې هیوادونو له هڅو ستاینه وکړه له افغانستان سره یې د دې هیوادونو د مرستو د دوام غوښتنه وکړه.
د طالبانو سیاسي مرستیال، ملابرادر هم په دې مراسمو کې وویل چې دوی په افغانستان کې د جګړې او تاوتریخوالي د پایته رسیدو غوښتونکي دي.
هغه ټینګار وکړه چې دا ډله، “په افغانستان کې د سیاسي نظام غوښتونکې ده، هغه نظام چې ټول خلک په کې حضور ولري.”

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مایک پامپیو هم له نورو ترهګریزو ډلو سره د نه همکارۍ او د افغانستان له خاورې د ګټنې د اجازه د نه ورکړې اړوند د طالبانو د ژمنې هرکلی وکړ.
هغه د دې خبرو اړوند وویل: ټول هغه کسان چې دلته ناست دي، پوهیږي چې له سختو کوښښونو او قربانیو ورکولو سره دې شیبې ته رسیدلي یوو. د دې ټولو د ساتنې لپاره اړتیا ده چې خپلو هڅو ته همداراز دوام ورکړو او ترې ګټه واخلو چې خبرې د یوې تلپاتې سولې لامل وګرځي.
د دواړو لوریو د خبرو پرمهال اوربند، د افغانستان د سیاسي نظام د راتلونکي څرنګوالی، د ښځو د پرمختګونو او وینا خپلواکۍ بحث او د خبرو پر دوام د دواړو لوریو د ټولو بندیانو خوشې کیدل، د افغانانو ترمنځ د خبرو د اجنډا مهم ټکي شمیرل کیږي.

