د ملي مصالحې د لویې شورا مشر وایي چې د نوې کابینې نوملړ وروستی شوی او را روانه اوونۍ اعلانیږي.
د ملي مصالحې د لویې شورا مشر، عبدالله عبدالله نن (پنځنۍ، وږي شپږمه)، په یوې ناسته کې وویل چې د کابینې نوملړ وروستی شوی او راتلونکې اوونۍ به اعلان شي.
خو له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه یوې باوري سرچینې آرزو ته ویلي چې لا هم د نوې کابینې د پيژندنې په برخه کې پرمختګ ندی راغلی.
د افغانستان د خلکو د ملي محور د سیاسي بهیر ویاند، عارف کیاني په دې تړاو وویل چې ارګ او سپیدار د نوې کابینې د پيژندنې په برخه کې، لا تراوسه د نظر جدي اختلاف لري.
د ارګ او سپیدار ترمنځ د سیاسي هوکړه لیک له لاسلیکه له درییو میاشتو ډيره موده تیریږي، خو لا هم د دې کابینې ډیرې برخې او په ځانګړې توګه د نوې کابینې پيژندنه نده عملي شوې.
د افغانستان د ملي پیوستون د نهضت مشر، سیداسحاق ګیلاني همه وویل چې د واکپالیو دوام او د کابینې په پيژندنې کې ځنډ د خواشینۍ وړ دی او دواړه لوري باید ژر تر ژره نوی حکومت جوړ کړي.
له دې سره، وبه لیدل شي چې نوې کابینه به د ښاغلي عبدالله د ویناوو پر بنسټ راتلونکې اوونۍ اعلان، یا یو ځل بیا به له ځنډ سره مخامخ شي.