1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

عطامحمدنور: د سولې لپاره لومړنی ګام اوربند دی،طالبان دې د فاتحانه راتلو په سوچ نه وي

نور-ی
21 Dec 2019

 

د اسلامی جمعیت ګوند اجرایې مشر طالبانو ته په خطاب کې وایې تر هغه چې په هیواد کې جګړه دوام ولري،بهرني ځواکونه به له افغانستان څخه بهر نشي.

د جمعیت ګوند اجرایې مشر عطامحمدنور نن (پیلنۍ دلیندۍ ۳مه /ډسمبر ۲۱مه) وویل چې طالبان دې د سولې په بهیر کې د امتیاز اخستنې او هیواد ته د فاتحانه راتلو پر ځای،باید له حکومت سره له سیاسي لارې هوکړه وکړي.

ښاغلي نور چې په بلخ کې د عبدالقادر ذبیح‌الله د شهادت له تلین څخه د نمانځنې په مراسمو کې خبرې کولې،طالبانو ته یې په خطاب کې وویل چې دا ډله نباید د سولې لپاره مخ آړ کیږدي،بلکې باید له ځانه نرمښت وښایې.

هغه زیاته کړه:که چیري د افغانستان اوسیدوونکي یاست د همدې خلکو له منځه راپاڅیدلي یاست،راشئ په رښتیا توګه له سولې سره یو ځای شي.تاسي د اوربند لپاره د بهرنیو پر وتلو ټینګار مه کوئ،دا شونې نه ده … د سولې لومړنې شی اوربند دی.اوربند وکړئ او له خپلې ځان ځانۍ راټیټ شي ترڅو نور د خلکو بچیان ونه وژل شي.

د جمیت ګوند اجرایې همدا شان د بهرنیو ځواکونو حضور د جګړو دوام وباله،خو زیاته یې کړه چې تر هغه چې دا ډله اوربند ونه کړي،بهرني ځواکونه به په افغانستان کې خپل حضور ته دوام ورکړي.

عطامحمدنور د خپلو ویناوو په ترڅ کې په داسي حال کې چې له کوم کس څخه نوم نه اخلي خو یو شمیر کسان په ټاکنو کې د کړکیچ په زیږولو او له دې کړکیچ څخه په ګټې اخستنې تورنوي.

هغه وویل چې د ټاکنو په بهیر کې پیچلتیا پر سوداګرۍ ناوړه اغیزه کړې او ښکیلې خواوې باید د کړکیچ د رامنځته کیدو په لټه نه وي.

ښاغلي نور همدا شان وویل:له نړیوالې ټولنې غواړو چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون له پریکړې ملاتړ وکړي او د ټاکنو پایلې هرڅه چې دي اعلان کړي… اوزګارتیا خپلې وروستۍ کچې ته رسیدلې پانګه اچونه نه کیږي او کار نشته.ټول د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې ته په تمه دي.حالت باید بدلون وکړي.

د بلخ مخکینی والي د نظام الدین قیصاري د کور کلابندۍ ته هم ګوتڅنډنه کوي.

هغه وایې چې بلخ د زورواکانو له لوري د قانون ماتونې ځای نه دی او امنیتي ځواکونه باید د قانون په پلي کیدو کې له پخوا څخه هم خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

د بلخ مخکینی والي په داسي حال کې په دې ولایت کې له مجرمانو سره پر قانوني چلند ټینګار کوي چې په مزاشریف ښار کې د نظام الدین قیصاري نیولو لپاره د امنیتي ځواکونو له عملیاتو نږدی یوه اونۍ تیریږي،خو امنیتي ځواکونه تر اوسه نه دي توانیدلي د هغه استوګنځی وپیژني.

 

آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي