په هیواد کې د تاوتریخوالو له لوړیدو او د سولې په بهیر کې کړکیچ سره هم مهاله، پاکستاني چارواکي هره اوونۍ په بیلابیلو ناستو کې د افغانستان د حالت په اړه څرګندونې کوي.
په دې وروستیو کې د پاکستان لومړي وزیر د دې هیواد په پارلمان کې امریکا په افغانستان کې د جګړې د پایلو په اړه په نه پوهیدو تورنه کړې ده.
عمران خان ویلي دي چې امریکا ډیر وروسته پوهه شوه چې د افغانستان جګړه پوځي حل لاره نه لري او ځنډ د ډيریو وينې تویونې د ډيریدول شول شوي دي.
د پاکستان لومړي وزیر وویل: په افغانستان کې زمونږ او امریکا ګټې یوه دي. شکر ده چې له ډيرمهال وروسته په دې پوه شول چې د افغانستان سکاله پوځي حل لاره نه لري، که چیرې وخته پوه شوې وای شاید دومره وینه به نه وه توی شوې. خو ډیری باید په دې سکالې پوه شوي وای، مونږ افغانان پيژنو، زمونږ ورورونه دي، مونږ د دوی په تاریخ پوهیږو، افغانان هیڅ کله بهرنۍ لاس وهنې نه مني.
دا پاکستاني چارواکی همدا شان امریکایانو ته په خطاب کې وايي، اسلام آباد به له دې ډير له امریکا سره په جګړه کې ونډه ونه لري خو په سوله کې بیا له واشنګټن سره شریک دی.
خو له طالبانو سره د خپل هیواد د اړیکو په اړه وايي، اسلام آباد پر طالبانو دومره نفوذ نه لري چې بیلابیلو غاړې یې ادعا لري.
عمران خان مني چې د طالبانو د ډلې د کورنۍ غړي د دې هیواد په خاوره کې ژوند کوي.
عمران همدا شان زیاته کړه: اوس له پاکستان څخه غواړي چې په یوه ډول هغوي د خبرو اترو میز ته وکاږي. مونږ پر هغوئ حه نفوذ لرو، پرته له دې چې د هغوي یو شمیر کورنۍ دلته ژوند کوي. آيا د هغوئ کورنۍ ونیسو او بندخونې ته یې واچوو؟ پاکستان نور څه وکړي؟ پاکستان هغوی ته یوازې ویلی شي چې که چیرې پوځي لار غوره کړي، کورنۍ جګړه به اوږده شي، که چیرې کورنۍ جګړه اوږده شوه، د افغانستان تباهي ده او له هغه وروسته پاکستان دی چې زیان به و ویني.
خو په افغانستان کې بیا اندونه دادي چې پاکستان په سیمه کې یوازینی هیواد دی چې د سولې د بهیر د خوځښت وړتیا لري. کارپوهان همدا شان د اسلام آباد ترڅنګ د سولې په بهیر کې آسانتیا رامنځته کیدو او پرمختګ کې د واشنګټن پر تمرکز او همکارۍ هم ټينګار لري.
مخکې له دې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت منلې وه چې د طالبانو مړي په پاکستان کې خښیږي او د دې ډلې د ټپیانو درملنه هم د پاکستان په روغتونونو کې ترسره کیږي. همدا څو ورځې مخکې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح له پاکستان څخه وغوښتل په خبرو کې له جمهوریت او له عمل کې له طالبانو سیاست دې شاته پریږدي او له کابل سره د باور فضا ته دننه شي.