د افغانستان د اسلامي یووالي ګوند مشر محمد کریم خلیلي د درې نۍ په ورځ (د مرغومي۲۳/د جنوري۱۲) د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان د سولې بهیر او دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې.
د پاکستان لومړي وزیر وویل چې د افغانستان خلک له اوږدې جګړې څخه ډیر زیان لیدلی او دا چې اوسنی کړکیچ هیڅ نظامي حل لاره نلري او له دې کړکیچ څخه یوازینۍ لار د خبرو اترو له لارې ده.
ښاغلي عمران خان ټینګار وکړ چې د هغه هیواد د افغانستان د سولې له بهیر ملاتړ کوي او د افغانستان د خلکو تر منځ خبرې اترې باید له زغم او صبر سره تعقیب شي.
محمد کریم خلیلي د دوه نۍ په ورځ (د مرغومي۲۲/د جنوري۱۱) اسلام آباد ته سفر وکړ او په دې سفر کې تراوسه د پاکستان له لویې درستیز قمر جاوید بجوا، د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي او د پارلمان له مشر سره لیدنه کړې ده.