1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

عمران خان: د افغانستان د سولې بهیر پیچلی دی؛ لوري باید زغم ولري

1398062211263471918382264
27 Sep 2020

د پاکستان لومړي وزیر، عمران خان واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته په خپله مقاله کې، په افغانستان کې د سولې د ټینګیدو اړوند خوښي ښودلې ده.

 

د پاکستان لومړي وزیر وویل: په افغانستان کې سوله شونې ده او مونږ سولې ته نږدې شوي یوو. د سپتامبر په ۱۲ نیټه د افغانستان حکومت او طالبانو پلاوي په دوحه سره کښیناستل چې په افغانستان کې د جګړې د پایته رسیدو لپاره یوې ساسي هوکړې ته د رسیدو په موخه خبرې پیل کړي.

ښاغلي خان که څه هم د افغانستان د سولې بهیر ستونزمن او پیچلی بللی، خو د خبرو له لوریو یې غوښتي چې د افغانستان د راتلونکي لپاره باید زغم ولري.

هغه زیاته کړه: اټکل کیږي د افغانانو ترمنځ خبرې ستونزمنې وی. لازمه ده چې ټول لوري په دې برخه کې زغم او جوړجاړی ولري. په خبرو کې پرمختګ ټکنی دی او لا ډیرو هڅو ته اړتیا لري. حتې شونې ده چې کله نا کله په دې لار کې کړکیچ رامنځته شي، ځکه د افغانستان خلک د خپل راتلونکي لپاره سره همکاري کوي. په داشان حالاتو کې، ښه ده چې په یاد مو وي چې د خبرو په میز کې د وینې توویدنې پرته کړکیچ، د جګړې په ډګر کې له خونړي کړکیچ څخه ډیره غوره ده.

د پاکستان د حکومت لومړي کس همداراز له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د بیړني وتلو اړوند هیښتیا ورکړې.

هغه وویل: له افغانستان څخه د نړیوالو بیړنی وتل به ناعاقلانه وي. مونږ همداراز باید د سیمه ییزو مخربینو ته پام ولرو چې سولې ته لیوالتیا نلري او په افغانستان کې نه ټیکاو د خپلو ژیوپولیتیکو ګټو لپاره بولي.

عمران خان په بله برخه کې ټینګار کړی چې هیڅ بهرنی هیواد نشي کولای پر افغانستان سوله وتپي. هغه وویل: په دې پوهیدلي یوو چې په افغانستان کې سوله او ټیکاو د بهرنیو هیوادونو له لورې د ځواک په ګټنې تپل کیدای نشي. یوازې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د روغې جوړې بهیر چې د افغانستان سیاسي واقعیتونه او توپیرونه درک وکړای شي، کولای شي د تلپاتې سولې لامل وګرځي.

د پاکستان لومړي وزیر په پاې کې زیاته کړه چې په دوحه کې د سولې لومړنی ګام اوچت شوی. د افغانستان د سولې بهیر ته نه پاملرنه او یا د هر لامل له مخې یې خوشې کول به یوه لویه تیروتنه وي.

آرزو نیوز- شمس الرحمن سباوون خپلواک