1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

عمران خان: له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتلو سره ستونزمنه ده چې طالبان جوړجاړي ته غاړه کیږدي

imran-khan
28 Jul 2021

د پاکستان لومړی وزیر وایي، له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتلو ته په کتو سره ستونزمنه ده چې طالبان یوې سیاسي حل لارې ته غاړه کیږدي.

 

عمران خان د امریکا له پي بي اس شبکې سره په مرکه کې، د افغانستان پر وړاندې د واشنګټن په سیاستونو نیوکه وکړه.

هغه د افغانستان د اوسني حالت د ملامتۍ ټول بار د امریکا په اوږو واچوه او ویې ویل چې واشنګټن له افغانستان څخه د خپلو ټولو ځواکونو بهر کولو سره، طالبان په بریا باوري کړل.

هغه وویل: “د یوې سیاسي حل لارې فرصت هغه مهال وو چې ۱۵۰زره ناټو ځواکونو په افغانستان کې حضور درلود. کله چې دا ځواکونه لس زرو ته را لږ شول او وروسته د وتلو نیټه اعلان شوه، طالبان دې پایلې ته ورسیدل چې بریالي شول. له دې کبله، اوس ستونزمنه ده چې طالبان جوړجاړي او یا سیاسي حل لارې ته اړ کړو.”

په همدې حال کې، دا پاکستاني چارواکی په افغانستان کې سیاسي هوکړې ته رسیدل په دې هیواد کې د کورنۍ جګړې د مخنیوي یوازینۍ لار بولي.

د عمران خان په وینا، د دې جګړې په پایله کې، له یوې خوا پاکستان د کډوالو له څپو سره مخامخیږي او له بلې خوا، په دې کورنۍ جګړه کې د پاکستان د پښتنو د پښې د کاږلو ګواښ هم شته دی.

په همدې حال کې، امریکا یو ځل بیا په افغانستان کې په سیاسي حل لارې ټینګار کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، انټوني بلینکن له خپل هندي سیال سره په خبري ناسته کې، د افغانستان له حکومت او طالبانو ډلې وغوښتل چې د خبرو میز ته حاضر شي.

هغه وویل: “د افغانستان جګړه پوځي حل لاره نلري. باید د سوله ییزې حل لارې په لټه اوسو. لازمه ده چې طالبان او د افغانستان حکومت د خبرو میز ته حاضر شي. هند او امریکا بشپړ باور لري چې په افغانستان کې هر ډول راتلونکی حکومت باید جامع اوسي او د افغانستان له ټولو خلکو استازولي وکړي.”

د هند د بهرنیو چارو وزیر، جی شنکر هم په دې ناسته کې، په افغانستان کې د ټلوالې په جوړیدو او یوې سیاسي حل لارې ته په رسیدو ټینګار وکړ.

هغه وویل: “فکر نه کوم چې په زور د افغانستان د راتلونکي اړوند پریکړه وشي. په دې باور یم چې د سولې خبرې باید د سولې او د تاوتریخوالي د دریدو لامل وګرځي. باید یوه سیاسي حل لاره وشي او مونږ هم د داشان څه تمه لرو. په دې برخه کې پراخه ټلواله شتون لري.”

له دې سره هم مهاله، طالبانو د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ چین ته د ۹ کسیز پلاوي د سفر خبر ورکړی دی. طالبانو اعلان کړی چې د دې ډلې پلاوي د چین د بهرنیو چارو وزیر، د افغانستان لپاره د دې هیواد ځانګړي استازي او یو شمیر چارواکو سره لیدلي دي.