1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

عمران خان: له دی وروسته افغان حکومت ته سلا مشوره نه ورکوم

880x495_cmsv2_e3ed17dd-5c27-56f6-8329-15245ea38866-3755604
20 Apr 2019

د پاکستان لومړي وزیرعمران ویلي دي چی له دی وروسته دافغانستان حکومت ته دسولې ټینګښت اړوند سلا نه ورکوم،ځکه دا هیواد د اسلام آباد سلاوې لاس وهنه بولي.

عمران د جمعې په ورځ(د پریل په ۱۹ مه)د پاکستان په اورکزي قبایلې سېمو کې وویل:اوس مهال په افغانستان کې د سولې ټینګښت لپاره یوازی دعا کوي.

ښاغلی خان ټينګار کوي چی په افغانستان کې دسولې په ټینګښت سره به په پاکستان کې سوداګریز فعالیتونه زیات شي.

څو موده مخکې عمران په اسلام آباد کې له خبریالانو سره په یوې خبرې ناسته کې ویلی وو”د سولې خبرې اترې هغه مهال رښتېنې کیداي شي چې په افغانستان کې یوه لنډمهال حکومت جوړ شي.”

دعمران خان دا ویناوې په افغانستان کې له بیلابیلو غبرګونونو سره مخامخ شوې چی ددی غبرګونونو وروسته بیا په افغانستان کې د پاکستان د سفارت مرستیال د بهرنیو چارو د وزارت له لوري احضار شو او دی وزارت د عمران خان څرګندونې د افغانستان په چارو کې لاس وهنه وبلله.

 

آرزو خبري سایټ – شمس الله رحیمي