د پاکستان لومړی وزیر ډاډ ورکوي چې اسلام آباد، لکه څرنګه چې طالبانو خبرو ته اړ کړل، دا ډله به د اوربند ټینګولو ته هم وهڅوي.
د پاکستان لومړي وزیر، عمران خان چې، په اسلام آباد کې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او پانګونې په مجمع کې وینا کوله، په افغانستان کې یې د سولې او اوربند د ټینګیدو لپاره د خپل حکومت د جدي هڅو خبر ورکړ.
هغه وویل، نن چې په افغانستان کې څه پيښیږي، پاکستان یې سخت اغیزمنوي.
ښاغلي خان وویل: نن زمونږ ټوله هڅه دا ده چې تاوتریخوالی کم شي. هغه څه چې په افغانستان کې پیښي او خلک یې په پایله کې زیانمن او شهیدان کیږي، ډیر رنځیږو. تاسې ته ډاډ درکوم چې زمونږ حکومت، پوځ او استخباراتي اداره، په یوه ډول هڅه لري چې په افغانستان کې تاوتریخوالی لږ ،اوربند او سوله ټینګه شي.
عمران خان همداراز په افغانستان کې امنیت، په سیمه کې د پاکستان د اقتصاد په ګټه وبلله.
هغه همداراز زیاته کړه: باور ولرئ چې نن پاکستان د افغانستان د امنیت لباره ډیره هڅه کوي. هیڅ هیواد د پاکستان تر کچې په دې برخه کې هڅه نده کړې. په افغانستان کې امنیت مونږ ته دا فرصت راکوي چې مرکزي آسیا سره سوداګري ولرو.
په همدې حال کې، د افغانستان د ولسي جرګې مشر، میررحمان رحماني په دې ناسته کې د سولې په برخه کې د پاکستان د هڅو ستاینه کړې ده.
ښاغلي رحماني ویلي: هغه فرصت دی چې په یوه بل د تورونو سیاستونه په مینې او همپالنې بدل کړو. دا زمونږ تاریخي مسوولیت دی چې په خپلو اړیکو کې نوی پیر پرانیزو.
هغه د دې به ویلو سره چې د افغانستان خلک او دولت، د تلپاتې سولې او اوربند د ټینګیدو په تمه دي، زیاته کړه: افغانستان په حساسې، مهمې او حیاتي شیبه کې دی. په قطر کې د سولې خبرې یو تاریخي فرصت رامنځته کړی. د افغانستان خلک او دولت د جګړې پایته رسیدو، سولې ټینګښت او سراسري امنیت لپاره هیله من دي.
د افغانستان د ولسي جرګې پلاوی، د جمعې په ورځ د یوه څلور ورځیني سفر په لړ کې، د پاکستان د پارلمان په رسمي بلنه اسلام آباد ته سفر وکړ.
دې پلاوي د پاکستان له سترو چارواکو سره په لیدنه کې، د افغانستان د سولې د بهیر، دوه اړخیزو سیاسي او ټولنیزو اړیکو په پیاوړتیا خبرې کړې دي.