د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي دي چې د ملابرادر په مشرۍ د طالبانو له پلاوي سره په لیدنه کې یې، د افغانستان د سولې په بهیر کې آسانتیا رامنځته کیدو په اړه خبرې کړې دي.
له بلې خوا د پاکستان د لومړي وزیر د دفتر په خبرپاڼه کې راغلي دي چې، عمران خان په افغانستان کې د تاوتریخوالو له ډيریدو اندیښنه کړې او د جګړې له ښکیلو غاړو یې غوښتي چې تاوتریخوالو کم کړي ترڅو اوربند ته لار هواره شي.
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمدنعیم د څلورنۍ په ورځ(لیندۍ ۲۶مه، ډسمبر۱۶مه) په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي وو چې ملا برادر له یو پلاوي سره د پاکستان په رسمي بلنه اسلام آباد ته تللی او په تمه وه په دې لیدنه کې د دوه اړخیزو سکالو په تیره بیا کډوالو او سوداګرو په ستونزو خبرې شوې وای.