دپاکستان لومړی وزیر یوځل بیا ویلي دي چی په افغانستان کې د لنډمهاله حکومت جوړیدو اړوند دده آند”لاس وهنه نه ،بلکې د ورورګلوۍ مشوره ده “
عمران (دوري په ۱۶مه )جمعې په ورځ په خیبرپښتونخوا ایالت کې په یوې ولسي غونډه کې وویل:د افغانستان اوسنی دولت باید یوې لنډمهاله حکومت ځای ناستې شي،ترڅو دولسمشریزو ټاکنو ترسره کیدو لپاره زمینه برابره او په دی هیواد کې ټولیز دولت جوړیدل رامنځته شي.
ولسمشرۍ ماڼۍ د ښاغلی خان د نوی څرګندونو په غبرګون کې،هغه”له نړیوالو قوانینو څخه جدی سرغړونه” بللې ده.
مخکی له دی، د پاکستان لومړی ویلی وو چی په افغانستان کې د جګړې د کړکیچ دماتولو او په دی هیواد کې د سولې ټینګښت لپاره،باید لنډمهال حکومت رامنځته شي.
دا څرګندونې په داسي حال کې کیږی،چی د افغانستان دسولې لپاره د امریکې ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد اسلام آباد ته په خپل نوی سفر کې،بین الافغانی خبرو اترو ته مربوطې سکالې له پاکستانی چارواکو سره شریکې کړې.
دآرزو خبری سایټ – شمس الله رحیمي