دسولې دسترې شورا د دارالانشا مشرعمر داوودزی چې اوس مهال په هند کې دی د یوې هندې شبکې سره په مرکه کې یی طالبان په دې تورن کړي دي چې دافغان حکومت او سیاسی ګوندونو ترمنځ د اختلافونو رامنځته کیدو په هڅه دي.
ښاغلی داوودزي وویل:طالبان لیوالتیا لري ترڅو له حکومت څخه بهر سیاسی ډلو سره لیدنه وکړي.طالبان فکر کوي چې کولای شي د سیاسی ډلو او حکومت ترمنځ واټن رامنځته کړي او تری ګټه واخلي.د ټاکنو کال دی او طالبان هم د اختلاف رامنځته کیدو لپاره فرصت لري ترڅو د سیاسی ډلو او حکومت ترمنځ واټن جوړ کړي.
دسولې سترې شورا د دارالانشا مشر ټينګار وکړ“زمونو دریځ دادی چې طالبان کولای شي په حکومت کې ګډون وکړې او دا حق لري،دا دسولې د بهیر لپاره هم سم کار دی او د افغانستان خلک هم ورسره ستونزه نه لري.مونږ هڅه کوو طالبان له یوې ترهګریزې ډلې په یوه سیاسی ګوند واړوو ترڅو وکولای شي په ولسمشریزو ټاکنو کې حضور ولري.”
عمر داوودزي له طالبانو سره د امریکا خبرو اترو ته په ګوتڅنډنې سره زیاته کړه“امریکایان نشي کولای دافغانستان د ټولنې د یوې ځانګړې برخې سره د وتلو پرسر هوکړه وکړي.دوی نشي کولاي د بهرنیو ځواکونو پر بهر کولو له طالبانو سره هوکړه وکړي.زما له آنده د امریکایانو دریځ دادی چې دوی به دسولې دهوکړه لیک له لاسلیک وروسته د وتلو یو مهال ویش وړاندی کړي.”
ښاغلی داوودزي د خپلو ویناوو په بله برخه کې د افغانستان دسولې پر وړاندی دپاکستان سیاست ته په ګوتڅنډنې سره زیاته کړه:دطالبانو مشران په پاکستان کې دي.ملابرادر د پاکستان له لوري قطر ته سفر وکړ.په دی معنا چې پاکستان ډيری له هغه څه چې اوس یی ترسره کوي،کولای شي د افغان حکومت او طلبانو ترمنځ خبرو اترو کې آسانتیا رامنځته کیدو لپاره یی هم ترسره کړي.کله چې په دې برخه کې د پاکستان د عملی ګامونو پورته کیدو شاهد اوسو.هغه مهال ویلي شوو چې ددې هیواد سیاست یوې سمې لارې په لور روان دي.
په پای کې دسولې دسترې شورا د دارالانشا مشر ټينګار وکړ چې د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې به پرټاکل شوي مهال د سپټمبر په ۲۸ مه نېټه ترسره شي.
آرزو خبري سایټ – شمس الله رحيمي