وسله والو غلو علي سینا وروسته له هغې ووژه چې وسله والو غلو په زور سره د هغه د توکو دذ اخستلو هوډ درلود،خو علی سینا بیا د خپل کمپیوټر او ټلفن له ورکولو ډډه کړې ده.
۲۲ کالن علي سینا مظفري،زدکړیال او په ورته وخت کې بیا په کابل ښار کې د یوه خصوصي شرکت کار کوونکی وو.
هغه تیره شپه اته بجې(پیلنۍ مرغومي ۱۴مه/جنوري ۴مه)هغه مهال چې له خپل دفتر څخه د کور په لور روان وو،د کابل ښار ۱۳ مې حوزې په اړوندو سیمو کې د وسله والو غلو تر برید لاندې راغی.
د علي سینا کورنۍ وایې وسله والو غلو د هغه د توکو د اخستلو هوډ درلود،خو ورسته له هغې چې علی سینا له ورکولو ډډه کړې د غلو له لوري د چړو په ګوازونو سره وژل شوي دی.
د علي سینا کورنې همدا شان وایې چې هغه د روغتون په لار سا ورکړې ده،خو پولیس ځواکونه د هغه له وژنې یو نیم ساعت وروسته روغتون ته راغلل.
د دې جنایې جرمونو په څير،هره شپه او ورځ په لس هاوو نور کسان هم په کابل کې د وسله والو غلو د فعالیت له زیاتوالي زیانمن شوي دي.
د کابل اوسیدوونکي د وسله والو غلاوو او وژنو له زیاتوالي په اندیښنې سره،امنیتي ځواکونه د پلازمینې د اوسیدوونکو د امنیت په ټینګښت کې په بی غورۍ تورنوي.
په دې وروستیو کې په ټولنیزو شبکو کې هم په پلازمینه کې د جنایې جرمونو د زیاتیدو په غبرګون کې، کابل امن کړي تر نامه لاندې کمپاین په لاره اچول شوی او په دې برخه کې د امنیتي ځواکونو د جدي پاملرنې غوښتونکي دي.
د کابل د پولیس مشرۍ ویاند فردوس فرامرز له رسنیو سره دا منلې چې په کابل ولایت کې د جنایې جرمونو کچه زیاته شوې ده.
د ښاغلی فرامرز په وینا،په تیرو ۱۵ ورځو کې په کابل کې ۷۰ جنایې پیښې ثبت شوې دي چې په تړاو یې څه د پاسه سل کسه هم نیول شوي دي.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي