1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

غني: امنیتي ځواکونه دې په چټکۍ سره د دښمن د ګواښونو مخه ونیسي

127809763_3486074271468790_6444587423285644529_o-1536x931 (1)
30 Nov 2020

ولسمشرغني وايي چې امنیتي ځواکونه دې په چټکۍ سره د دښمن د ګواښونو مخه ونیسي.

ښاغلي غني د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندانۍ په ناسته کې د غزني او زابل ولایتونو ترهګریزو بریدونو په غبرګون کې وایي چې امنیتي ځواکونه باید د دې بریدونو په شنډیدو کې بیړني ګامونه پورته کړي.

ولسمشرغني ټولو امنیتي او دفاعي بنسټونو پازوال ته سپارښتنه کړې ده چې د ځواکونو د ساتنې او د دوی د پوستو د امنیت ټینګښت په برخه کې جدي اقدامونه وکړي.

ښاغلي غني همدا راز له عدلي او قضایي بنسټونو وغوښتل چې د ترهګریزو بریدونو عاملینو ته د سزا ورکونې په برخه کې بیړنی اقدام وکړي ترڅو خلک د عدالت له ټینګښت څخه ډاډمن شي.