ولسمشر غني وایي چې د پنځو زرو طالب بندیانو د خوشې کولو اړوند، حکومت هیڅ ژمنه نده کړې او دا سکالو له طالبانو سره د خبرو د مخ آړ په توګه نشي کیدای.
ولسمشر غني، نن له غرمې مخکې (یوه نۍ، د کب ۱۱/مارچ لومړۍ)، د خبریالانو د پوښتنو د ځوابولو لپاره یوې خبري ناستې ته حاضر شو.
ښاغلي غني د افغانستان له بندخونو د طالب بندیانو د خوشې کیدو لپاره د طالبانو د سیاسي پلاوي د څرګندونو په غبرګون کې، له دولت سره د دې ډلې د مخامخو خبرو وړاندې د طالب بندیانو د نه خوشط کولو خبر وکړه.
هغه دې ته ګوتڅنډنې سره چې حکومت د بندیانو د خوشې کولو اړوند هیڅ ژمنه نلري، زیاته کړه: “د پنځو زرو بندیانو (طالبانو) د خوشې کولو لپاره هیڅ ژمنه شتون نلري. دا سکالو مو په رڼه بڼه له ښاغلي خلیلزاد او نورو چارواکو سره شریکړه کړې. دا د افغانستان د ولس قانوني حق دی.”
ولسمشر غني ټینګار وکړ: “مونږ د بندیانو د خوشې کولو پر سر هیڅ هوکړه نده کړې. دا د افغانستان د اسلامي جمهوریت واک دی. یواځې د هر اړخیزو خبرو په څوکاټ کې، پر دې سکالو خبرې کیږي.”
د ښاغلي غني په وینا، هیڅ باور شتون نلري چې دا کسان د جګړې لیکو ته ستانه نشي.
تیره ورځ بیا د طالبانو د سیاسي پلاوي یوه غړي ویلي وو چې د افغانستان دولت له لورې د دې ډلې د پنځو زرو بندیانو خوشې کیدل، له امریکا سره د سولې د راوستلو په هوکړه لیک کې د مخ آړ په توګه مطرح شوي.
له بلې خوا، ښاغلي غني له طالبانو سره په مخامخو خبرو کې د مرکچي پلاوي اړوند وویل چې دا پلاوی به نسبي واکونه ولري او په خبرو کې به د لویو پریکړو واک ونلري.
په دې اړه چې ولې د پلاوي واکونه به محدوده وي، داسې یې وویل: “د پلاوي واک ځکه محدوده دی چې د اساسي قانون له مخې وروستي پریکړه کوونکي، د افغانستان پارلمان، لویه جرګه او یا عامه نظر پوښتنه ده.”
ولسمشر د ولسمشریزو ټاکنو پایلې ته هم ګوتڅنډنه وکړه.
که څه هم هغه د کوم چا نوم وانخیست، خو ظاهراْ د عبدالله عبدالله له لورې د حکومت اعلان چې هغه یې ټول شموله بولي، وویل چې هیڅ څوک دا حق نلري چې ځان ولسمشر اعلان کړي.
هغه زیاته کړه: د افغانستان د ولسمشرۍ د ټاکلو او اعلان مرجع، د ټاکنو خپلواک کمیسیون دی. هیڅ څوک ځان د ولسمشر په توګه اعلانولای نشي.
عبدالله عبدالله هم تیره ورځ اعلان وکړ چې دی د ټول شموله حکومت د جوړولو اړوند له خپل دریځه، نه په شا کیږي.
هغه وویل: په ناستو کې د اجرايي مشر په توګه زما ګډون هیڅ کله هم د درغلیو ډکو ټاکنو د پایلې د اعلان اړوند زمونږ د دریځ د بدلیدو معنی نلري.
له دې سره، تمه ده چې د مارچ په نهمه، د ولسمشر په توګه د محمد اشرف غني د لوړې مراسم پرځای شي.
خو اجرایي ریاست ویلي چې عبدالله عبدالله هم د لوړې د مراسمو د ترسره کولو چمتووالی لري.
ژباړه: شمس الرحمن خپلواک