محمد اشرف غني، د ژنیف ناستې په څنډه کې وینا په ترڅ کې، ټینګار وکړ چې په افغانستان کې پر افغانانو باید تاوتریخوالی ونه تپل شي.
تر یوې ورځې لږه موده کې د راتلونکو څلورو کلونو لپاره له افغانستان څخه د مالي ملاتړ په تړاو تر ټولو برخه لیک ټاکونکې ناسته، د سویس په ژنیف ښار کې ترسره کیږي.
په دې منځ کې ولسمشر غني د دې ناستې په څنډه کې، د سولې فرصت لنډ وباله او ټینګار یې وکړ چې باید ترې ګټه وشي. ښاغلي غني همداراز ټینګار وکړ چې د شته وو تاوتریخوالي زغمل د افغانانو لپاره ستونزمن دی.
ښاغلي غني وویل: یو خپلواک او د ځواکمنتیا لرونکی افغانستان د سیمې او نړۍ په ګټه دی. هغه تاوتریخوالی چې خلک ترې رنځ وړي، د زغم وړ ندی. د سولې فرصت لنډ دی او باید ترې ګټنه وشي.
ولسمشر همداراز د سولې د ملاتړ لپاره د سیمې سیاسي ټلواله مهمه وبلله او زیاته یې کړه: د همکارۍ او سیمه ییزې نښلیدنې په مرکزیت د سیمې د مشرانو ټلواله، د افغانستان د سولې د بهیر او په هیواد کې د هوساینې او همداراز د سیمه ییزې نښلیدنې په موخه د پانګونې د ملاتړ لپاره سیاسي ټلواله او سیمه ییزه همکاري جوړوي.
د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر هم په هیواد کې د سولې د بهیر د بریالیتوب لپاره د هڅو پر دوام ټینګار وکړ او ویې ویل: د سولې خبرې باید ناکامه نشي، د افغانستان دولت او ولس لوی ګواښ چې هماغه د طالب بندیانو خوشې کول وو ومانه چې د سولې بهیر بریالی شي.
د یو شمیر هیوادونو استازو هم په دې ناسته کې، ټولو په یوه غږ په افغانستان کې د جګړې د پایته رسیدو او د سولې د ټینګیدو غوښتنه وکړه.
د ملګرو ملتونو سازمان د بشر حقونو لویه کمیشنره میشل باچله وایي: اوربند باید وشي، د سولې خبرې باید د باور د پیاوړتیا لپاره یو فرصت اوسي، پر ښوونځيو او ښوونیزو مرکزونو باید برید ونشي، ماشومانو ته باید خوندیتوب ورکړل شي.
د ناروې د بهرنیو چارو وزیره اینه اریکسن سوریدي هم وویل: دواړه لوري هڅوو چې خلک او مدني ټولنې د سولې د خبرو له بهیر څخه خبرې کړي، تلپاتې سوله به هغه مهال رامنځته شي چې د خبرو بهیر روڼ اوسي.
له دې ټولو سره، سبا شپه د ژنیف ناسته ترسره کیږي، د دې ناستې پ ردوام به د افغانستان دولت هڅه وکړي چې د راتلونکو څلورو کلونو له هیواد سره نړیوالې مرستې جلب کړي.