ولسمشر غني د دوحې د بشرپاله مسایلو او لانجو د مطالعاتو په مرکز کې وویل چې د سولې هر راز هوکړه باید د پارلمان او لویې جرګې له لورې تایید شي.
ولسمشر غني د درې نۍ ورځې په پاې کې په دوحه کې د بشرپاله مسایلو او لانجو د مطالعاتو مرکز کې د ډیپلوماټانو، پوهانو او زده کړیالانو په حضور وینا وکړه.
هغه د افغانستان لپاره د سولې په ارزښت خبرې وکړې، خو ولسمشر له طالبانو سره د سولې هر راز هوکړه، د ملي شورا او لویې جرګې د تایید په آړ بللې.
ښاغلي غني ویلي: د سولې هر هوکړه لیک باید د افغانستان د لویې جرګې او پارلمان له لورې تایید شي. دا هغه څه دي چې ولسي خبرو ته زمینه برابروي. که تاسې د نخبه ګانو تړون ولرئ، دا د جګړې د بل پړاو پیل ته پیلامه وي.
هغه زیاته کړه: د سولې مشورتي جرګې د سولې د مرکچي پلاوي حدود او واکونه روښانه کړل او د دې ډلې ترمنځ د فکر استثنایي یووالی شتون لري.
ولسمشر همداراز وویل، هغه موخه چې مونږ یې لرو، یو خپلواکه، متحده او ولسواکه افغانستان دی چې له خپل ځان او نړۍ سره په سوله کې وي او د تیرو دوو لسیزو د لاسته راوړنو د ساتنې او ودې وړتیا ولري.
خو دوحې ته د ولسمشر سفر او په دې ښار کې د زلمي خلیلزاد څو ورځیني حضور سره سره، اته ورځې کیږي چې د افغانستان دولت او طالبانو ډلې د پلاویو ترمنځ هیڅ ناسته نده شوې او دا بهیر په بشپړه ټوګه په ټپه ولاړ دی.
بل لوري ته، د ملي روغې جوړې د لویې شورا مشر د سولې په تړاو د سیمه ییزې ټلوالې په پیاوړي کولو بوخت دی.
عبدالله عبدالله نن (څلورنۍ، تلې۱۶)، د افغانستان د سولې په تړاو د هندوستان د ملي امنیت شورا سلاکار سره لیدلي دي.
د ملي روغې جوړې د لویې شورا ویاند، فریدون خوځون رسنیو ته وویل: د سولې د بهیر لپاره د سیمه ییزې ټلوالې پیاوړتیا مهمه ده. هند په دې بهیر کې مهمه ونډه لري او تمه لرو چې له دې بهیر څخه خپل ملاتړ اعلان کړي.
له دې هڅو سره سره، وبه لیدل شي چې څه مهال د طالبانو ډلې او افغانستان دولت د پلاویو ترمنځ اختلافونه پایته رسیږي چې د دواړو لوریو ترمنځ د خبرو رسمي پیل ته لار هواره شي.