1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

غني: د ورځې تر ۳۵ افغان امنیتي ځواکونه په جګړه کې وژل کیږي

غنی-ghani
25 Jun 2020

ولسمشر غني په دې وروستیو کې ویلي چې هره ورځ تر ۳۵ دولتي ځواکونه په جګړه کې خپل ژوند له لاسه ورکوي او نږدې ۷۰ تنه پوځیان هم ټپیان کیږي؛ د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر باید سیسټماټیک و اوسي، نه په بیړه.

 

ولسمشر غني له ټیډ (TED) امریکایي بنسټ سره په مرکه کې ویلي چې طالبان د افغانستان د ولس یوه برخه ده او اوسنۍ جګړه، یوازې سیاسي حل لاره لري.

ښاغلي غني په دې مرکه کې ټینګار کړی چې د جګړې په ډګر کې د نښتو کمیدو سره سره، د امنیتي ځواکونو مرګ ژوبله ډيره ده او هره ورځ تر ۳۵ ځواکونه خپل ژوند له لاسه ورکوي او نږدې ۷۰ تنه نور هم ټپیان کیږي.

هغه زیاته کړه: د تاوتریخوالي کمښت دوه اړخه لري. پراخې او چټکې نښتې لږې شوي، خو ځاني تاوان یې لا هم ډير دی. په منځنۍ توګه د ورځې زمونږ د امنیتي سرتیرو مړینې له ۳۰ څخه تر ۳۵ کسانو ده. لازمه ده او په ځانګړې توګه په دې کرونايي حالاتو کې، بشرپاله اوربند اعلان شي او د افغانانو ترمنځ خبرې پیل کړو. د طالبانو د بندیانو او همداراز زمونږ د بندیانو د خوشې کیدو شرایط په ښه توګه پر مخ ځي، هیله من یم چې ډیر ژر وتوانیږو چې مخامخې خبرې پیل کړو.

ولسمشر غني د خپلو خبرو په یوه برخه کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو وروسته اندیښنو ته هم ځواب ویلی دی.

هغه زیاته کړه چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو اړوند د امریکا د پریکړې په برخه کې کومه ملاحظه نلري؛ ځکه د حکومت لپاره “د ملاتړ جوړښت” مهم دی.

خو ښاغلی غني هیښتیا ورکوي چې د بهر تلو بهیر باید سیسټماټیکه و اوسي؛ که نه، د ځواکونو په بیړه وتل، د سولې خبرې اغیزمنوي.

ولسمشر ویلي دي: “تدریجي، سیسټماټیک او د شرایطو پر بنسټ تګلاره به د دواړو هیوادونو په ګټه تمامه شي. خوښ یم چې زمونږ هر یو امنیتي سرتیری په خپله خوښه راغلی او هیڅ یو یې اجباري ندی. زمونږ ځانګړي ځواکونه په سیمه کې بې بدیله دي او زمونږ هوایي ځواک هم درې برابره شوی. مونږ به د خپل امنیت د ټینګښت توان ولرو؛ خو د امریکا وتل، سولې ته د رسیدو پر چانس منفي اغیز کوي. هیله من یم چې دا بهیر سیسټماټیک و اوسي، نه په بیړه بهیر.”

امریکا اوس مهال په افغانستان کې ۸۶۰۰ پوځیان لري؛ خو د ټرامپ ادارې په تیرو کلونو کې تل له افغانستان څخه د خپلو ټولو ځواکونو په بهر کولو ټینګار کړی.

له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو پوځیانو وتل، افغانستان ته د سولې راوستلو د هوکړه لیک مهمه برخه هم ده او د دې سند پر بنسټ، بهرني ځواکونه د دې هوکړه لیک د لاسلیک څوارلس میاشتې وروسته باید خپل حضور صفر ته ورسوي.

له بلې خوا، عبدالله عبدالله د امریکا د سولې انسټیټیوټ سره په مرکه کې، د تاوتریخوالي ډيروالی د اندیښنې وړ بللی او طالبان یې زغم ته رابللي دي.

د ملي مصالحې د لویې شورا مشر زیاته کړې: په زغرده وایم چې د جګړې په ډګر، کلیو، ښارونو، جوماتونو او حتې روغتونونو کې د افغانستان د خلکو او په ځانګړې توګه د ښځو، ځوانانو او ماشومانو وژنه، مذهبي او سیاسي توجیه نلري.

ښاغلي عبدالله پر دوام ویلي چې د سولې بهیر د شخړې د یوه لوري د انعطاف منلو او زغم سره پایلې ته نه رسیږي، بلکې اړینه ده چې دواړه لوري انعطاف او زغم وښايي.

آرزو نیوز – سباوون خپلواک