1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

غني : راتلونکې اوونۍ د سولې ټلوالې پیاوړتیا لپاره د سیمې له هیوادونو سره خبرې پیلیږي

غنی-ghani
02 Jul 2020

ولسمشرغني وایي،حکومت راتلونکې اوونۍ د سیمې له هیوادونو سره خبرو ترڅنګ، د پاتې طالب بندیانو خوشې کیدو پر سر هم پریکړه کوي.

په داسې حال کې چې تمه تر یوې راتلونکې اوونۍ په دوحه کې د افغانانو تر منځ خبرې اترې پیل شي،حکومت د سولې په تړاو د سیمې له ۲۰ هیوادونو سره له خبرو خبر ورکوي.

ولسمشرغني د څلور نۍ په شپه(چنګاښ ۱۱/جولای ۱) له ملي ټلویزیون سره په خبرو کې وویل،دا خبرې به راتلونکې اوونۍ پیل شي او اساسي موخه یې هم، له سولې څخه د سیمه ییزې او نړیوالې ټولنې پیاوړتیا ده.

هغه د اندونیزیا،اوزبیکستان،روسیې،آلمان،ناروي او چین څخه نوم واخیست چې د افغانانو ترمنځ خبرو اترو کوربه توب غوښتنه یې کړې ده.

ښاغلي غني همدا راز وویل چې حکومت راتلونکې اوونۍ،د پاتې طالب بندیانو خوشې کیدو پر سر هم پریکړه کوي.

ولسمشرغني وویل،دا بندیان به د دې ډلې له بندخونې د حکومتي پوځیانو خوشې کیدو په شرط خوشې شي.

ولسمشر په داسې حال کې د سولې په تړاو د سیمې د هیوادونو له ټلوالې خبر کوي چې په دې وروستیو کې د افغانستان د سولې لپاره د آمریکا ځانګړي استازي د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمودقریشي سره لیدنه کړې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې د شاه محمود قریشي له ژبې راغلي دي چې د سولې بهیر حساس پړاو ته رسیدلی او یوشمیر کړۍ هڅه کوي دا بهیر خراب کړي،خو دې کړیو ته باید د ښکیلوغاړو پام وي.