| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
غني طالبانو ته: اړینه نده چې خبرې په مجللو هوټلونو کې وشي
14 Dec 2020
ولسمشر وایي، که طالبان د افغانستان په هر ګوټ کې وغواړي، چمتو دی چې خبرې ترسره کړي؛ حامد کرزی د افغانستان اوسني شرایط د افغانانو ترمنځ د خبرو ترسره کیدو چمتو نه بولي.
ولسمشر غني د کابینې په غونډه کې وویل، کله چې طالبان په هیواد کې د حضور ادعا لري، باید د افغانستان په خاوره کې خبرو ته چمتو اوسي.
د هغه په وینا، هر هغه ځای چې دا ډله یې وغواړي، د افغانستان دولت له دې ډلې سره خبرو ته چمتو دی.
ښاغلي غني وویل چې چې هیوادوال باید له طالبانو سره د خبرو بهیر وویني چې پوه شي دواړه لوري په کومو مواردو ځیرنه لري.
څو مودې وړاندې، د ملي امنیت شورا سلاکار، حمدالله محب هم اعلان وکړ چې د سولې د خبرو راتلونکی پړاو باید په هیواد کې دننه ترسره شي.
طالبانو تراوسه د دولت دې غوښتنې په ځواب کې څه ندي ویلي.
خو مخکیني ولسمشر حامد کرزي له امریکا غږ ټلویزیون سره په مرکه کې، په هیواد کې اوسنی حالت له طالبانو سره د خبرو د ترسره کیدو لپاره مناسب نه دی بللی.
هغه وویل: په هیواد کې دننه د افغانانو ترمنځ د خبرو ترسره کیدل، زمونږ ټولو هیله ده. خو په اوسنیو شرایطو کې به عملي نشي.

ښاغلي کرزي همداراز د جګړې په ډګرونو کې د حکومت او طالبانو په کړنو نیوکه کړې؛ هغه حکومت په بمباریو او پوځي بریدونو او طالبان د واټونو او عامه ګټو په زیانمنولو تورن کړل.
مخکیني ولسمشر د راتلونکي سیاسي نظام او د جوړیدو څرنګوالي اړوند ګونګوسو ته ګوتڅنډنې سره وویل، په دې اړه د پریکړې واک د افغانستان د خلکو دی؛ نه د اوسني دولت او طالبانو.
دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې اوس مهال د افغانستان دولت او طالبانو ډلې ترمنځ خبرې د درییو اوونیو لپاره ځنډول شوي او د دواړو لوریو پلاویو د دې پریکړې موخه، د سولې د مسایلو اړوند لا ډیرې سلاوې په ګوته کړې ده.
