| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
غني طالبانو ته: د بهرنیو ځواکونو وتل؛ په هیواد کې د سولې ټینګیدو لپاره لوی فرصت دی
13 May 2021
ولسمشرغني له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل په هیواد کې دسولې ټینګښت لپاره لوی فرصت بولي.
ښاغلی غني نن د اختر له لمانځه وروسته په خپلو ویناوو کې له طالبانو وغوښتل چې له رامنځته شوي فرصت څخه ګټه پورته کړي او پرې نږدي دا فرصت له لاسه لاړ شي او د هیواد ۴۱ کلن ناورین ته د پای ټکي کیښودو لپاره د ریښتیني بحث په موخه د ټولنې ټولو اقشارو په منلو سره په لویه جرګه کې ګډون وکړي.
ولسمشر زیاته کړه: “لوی فرصت دی چې د افغانستان ناورین چې ۴۱ کاله دوام لري، مونږ او تاسې یې په ګډه پایته ورسوو. راشئ خپلې خویندې، ورونه او عالمان ومنئ، او که رښتینی بحث غواړئ، راشئ په یوه لویه جرګه کې سره کښینو او په واقعي توګه په ټولو ناخوالو او حل لارو خبرې وکړو.”
ولسمشرغني وايي چې طالبان دې خوښبینه نه اوسي چې پر مست آس سپاره دي، ځکه د افغانستان د سکالې حل لاره جګړه نه بلکې سوله ده.
هغه د طالبانو مشر اختریز پیغام په غبرګون کې چې په کې له یو شمیر سیاستوالو غوښتل شوي وو ترڅو دوی ته تسلیم شي داسې وايي: “مونږ ستاسې تسلیمي نده غوښتې، مونږ نده غوښتې چې تاسې راشئ او د تسلیمۍ خط راکړئ، مونږ وایو چې سیاسي حل لارې ته راشئ، خو دا باید روښانه اوسي چې د افغانستان ویاړلی ملت څخه تسلیمي ونه غواړئ. مولوي صاحب هیبت الله، مخکې له چې اعلامیه ورکړئ چې خلک تاسې ته تسلیم شي، د افغانستان په تاریخ فکر وکړئ.”

ولسمشرغني د افغانستان د سولې په بهیر کې یوې سیاسي ټلوالې رامنځته کیدو لپاره له هڅو ډاډ ورکوي او په دې اند دی چې د سیمې هیوادونه هم افغانستان ته د فرصت په سترګه ګوري او د افغانستان د سولې په تړاو به ډیر ژر یوه سیمه ییزه ټلواله رامنځته شي.
هغه زیاته کړه: “ډیر ژر به تاسې د ملي اجماع شاهدان اوسئ، چې د افغانستان مطرح سیاسیون او د هیواد ټول اقشار په یوه غږ د یوې افغاني سولې لپاره چې مالکیت او مدیریت یې زمونږ وي او انشاءالله په ګډه به پرې سیمه ییز او نړیواله ټلواله جوړه کړو، شاهدان اوسئ.”
ولسمشر همداراز زیاته کړه چې اسلام آباد په پوره وضاحت سره د اسلامي امارت د افغانستان د ملي ګټو په ګټه نه بولي او د پاکستان لوی درستیز قمرجاوید باجوا کابل ته په خپل وروستي سفر کې، له دې سکالې ده ته ډاډ ورکړی دی.
ولسمشرغني په داسې حال کې له طالبانو غواړي چې سوله وکړي، چې د بهرنیو ځواکونو د ایستلو له رسمي پیل سره هم مهاله د هرې ورځې په تیریدو سره په افغانستان کې د جګړې اور تودیږي او له خلکو قرباني اخلي.
