1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

غني: طالبان دې د اوربند منلو سره د افغانانو ترمنځ خبرو ته حاضر شي

غنی-1-1536x864
20 Aug 2020

ولسمشر وایي حکومت سولې ته د رسیدو لپاره د زرګونو بندیانو د خوشې کیدو او د سولې مشورتي لویې جرګې په څیر مهم ګامونه اوچت کړي دي.

 

ولسمشر غني د هیواد د خپلواکۍ د کلیزې په پار ویډیویي پیغام کې، له طالبانو ډلې غوښتي چې د اوربند منلو سره، له حکومت سره خبرو ته حاضر شي.

ښاغلي غني زیاته کړه: مونږ د سولې بنسټ ایښودونکي یوو او باعزته او تلپاتې سولې ته د رسیدو او د افغانستان اسلامي جمهوریت د دولت او طالبانو ترمنځ د خبرو د پیل لپاره مو ټول خنډونه او پلمې لرې کړي. مونږ د هغې سولې د ټینګیدو لپاره هڅه کوو چې به هغه کې ځوانان د خپل هیواد په رغونې بوخت وي، نه د پردیو د لاس وسیلې.

تمه وه چې د سولې د مشورتي لویې جرګې د پریکړې درې ورځې وروسته چې د زمري په ۱۷ ترسره شوه، د افغانانو ترمنځ خبرې پیل شوی وای. خو دا بهیر تراوسه ندی پیل شوی. د یو شمیر طالب بندیانو له خوشې کیدو سره د فرانسې او آسترالیا مخالفت، د سولې په بهیر کې نوې غوټه بلل کیږي. دې دواړو هیوادونو، شپږ طالب بندیان د خپلو هیوادوالو په وژنو کې په لاس لرلو کې ښکیل بللي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند، ګران هیواد رسنیو ته وویل، د شپږو بندیانو د خوشې کیدو او یا نه خوشې کیدو اړوند له دې هیوادونو سره سلاوې روانې دي.

له بلې خوا د ملي امنیت د شورا سلاکار، حمدالله محب نن (پنځنۍ، زمري۳۰)، په خپلو خبرو کې د دې بندیانو د خوشې کیدو له مخالفو هیوادونو وغوښتل چې د خبرو د پیل لپاره، قربانۍ ورکړي.

ښاغلي محب زیاته کړې چې د افغانستان دولت د هیڅ هیواد پر وړاندې د خپلې خاورې د کارول کیدو اجازه نه ورکوي.

هغه زیاته کړه؛ د ۴۰۰ خطرناکه طالب بندیانو ترمنځ، یواځې ۳۲۰ تنه یې په بند کې پاتې دي او د دې شمیر کسانو خوشې کیدل، د طالبانو له لورې د افغان کومانډو او پیلوټانو خوشې کیدو سره تړلي دي.

له دې ټولو سره، په هیواد کې د افغانانو ترمنځ د خبرو د پیل لپاره هیلې ډیرې شوي؛ خو د هرې ورځې په تیریدو سره، نوې لاملونه د دې لامل ګرځي چې دا خبرې شاته ولویږي او د ترسره کیدو مهال یې همداسې ناڅرګنده پاتې شي.