ولسمشر غني کندهار ته په سفر کې وایي، حکومت په هیواد کې د سولې د ټينګیدو لپاره جدي تکل لري او طالبان باید د وینې تویولو پایته رسولو سره، د سولې لپاره خپل تکل وښایي.
ولسمشر او د هغه لومړی مرستیال، د کندهار د عمومي حالت د ارزونې په موخه، نن سحار (پنځنۍ، لیندۍ۲۷)، دې ولایت ته ولاړل.
ولسمشر غني له غرمې وروسته له عالمانو سره په لیدنه کې، د سولې لپاره د حکومت د نیت خبر وکړه. هغه وویل چې حکومت په هیواد کې د سولې د ټینګیدو او اوربند لپاره ډيرې قربانۍ ورکړې دي.
ښاغلي غني زیاته کړه: هغه کارونه مو چې په هیواد کې د سولې د اوربند د ټینګیدو لپاره کړې دي، هیڅ چا ندي کړي… که سولې ته مو نیت نه درلود، دوه کاله مخکې مو د اوربند اعلان نه کاوه او د طالبانو بندیان مو نه خوشې کول.
ولسمشر ټینګار وکړ چې سوله په جګړې نه کیږي او طالبان باید په هیواد کې وینه تویونه ودروي.
له بلې خوا، د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په دې ناسته کې، طالبان په هیواد کې د ناکراریو عامل وبلل.
هغه وویل چې دا ډله د خلکو د ناکرارۍ لامل شوې او د طالبانو له لورې د جګړې چټکیدو، زرګونه کورنۍ بېځایه کړې دي.
ښاغلي صالح، له دولت سره د طالبانو د جګړې دوام او له بهرنیو سره د دې ډلې سوله د پوښتنې وړ وبلله.
د ولسمشر لومړي مرستیال دې ډلې ته په خطاب کې وویل، که طالبان سولې ته نیت لري، د هیواد په هر ځای کې چې دا ډله وغواړي، حکومت له هغو سره د خبرو د بل پړاو د ترسره کیدو لپاره چمتو دی.
د حکومت لومړی او دویم شمیره کسان په داسې حال کې کندهار ته سفر کوي چې د دې ولایت ځینې برخې په تیرو درییو میاشتو کې د طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ د جګړو په اور سوځي؛ هغه جګړې چې دواړو لوریو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو ترڅنګ، د زرګونو کورنیو د بیځایه کیدو لامل هم ګرځیدلې دي.
خو سترو حکومتي چارواکو په دې سفر کې دکندهار د ناکراریو د ستونزې د هواري او د جګړو له کبله زیانمنو ته د بیړنۍ رسیدنې ډاډ ورکړ.