| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
غني: نړیواله ټولنه دې یوې سیاسي هوکړې ته د رسیدو لپاره د طالبانو لیوالتیا وارزوي
28 Jul 2021
ولسمشر محمد اشرف غني د څارنې او انسجام د ګډ بورډ ځانګړې ناسته کې، یوې سیاسي حل لارې ته د رسیدو لپاره د طالبانو د لیوالتیا د بیا کتنې غوښتنه وکړه.
د څارنې او انسجام د ګډ بورډ ځانګړې ناسته نن (څلورنۍ، زمري شپږمه)، د افغانستان د حکومت د مشرانو، د حکومت مالي ملاتړو او ملي او نړیوالو څارونکو بنسټونو په حضور ترسره شوه.
ولسمشر غني په دې ناسته کې، له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د سیاسي لارې د ګټنې لپاره د طالبانو او د دې ډلې د ملاتړو لیوالتیا وڅیړي.
هغه یاده کړه: “له نړیوالې ټولنې غواړو چې یوې سیاسي هوکړې ته د رسیدو لپاره د طالبانو لیوالتیا وڅیړي. مونږ له طالبانو سره مخامخو خبرو ته چمتو یو. د ۵ زرو بندیانو خوشې کولو د سولې لپاره زمونږ نیت وښود او سولې ته د رسیدو لپاره مو له مهاله مخکې ټاکنو وړاندیز وکړ.”

د ملي روغې جوړې د لویې شورا مشر، عبدالله عبدالله هم په دې ناسته کې وویل چې دوحې ته د افغانستان دولت د پلاوي په سفر کې، طالبانو یو ځل بیا د بندیانو په خوشې کیدو، له تور نوملړ څخه د نومونو په بهر کیدو او د اساسي قانون په تعدیل ټينګار کړی دی.
ښاغلي عبدالله زیاته کړه: “سولې ته د رسیدو لپاره ډيرو شرایطو ته اړتیا ده، که د بندیانو خوشې کیدو بحث دی، که له تور نوملړ څخه د بهر کیدو او یا هم د اساسي قانون د تعدیل دی، له هغو مو غوښتي چې خپلې غوښتنې د خبرو میز ته راوړئ.”
ښاغلي عبدالله یاده کړه: “خو که یو لوری باور ولري چې له پوځي لارې د ډګر ګټونکی دی او پر اتکا کوي او د خبرو په میز کې نرمښت ونه ښايي، نشو کولای هغه ځای ته ورسیږو چې غواړو یې.”
له بلې خوا، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د استازولۍ دفتر مشرې، دیبورا لاینز په دې ناسته کې د طالبانو له وروستیو پرمختګونو اندیښنه وښوده.
هغې د دې ډلې مسوولیت له مخکې ډیر وباله او هیښتیا یې ورکړه که د سولې په خبرو کې خوځښت رانشي، نړیواله ټولنه به له طالبانو سره همکاري ونلري.
میرمن لاینز وویل: “هیڅ لوی تمویلوونکی، له هغو کسانو چې ښځې ځپي، مالي ملاتړ نه کوي، پریږدئ بیا یې ووایم، هیڅ تمویلوونکی به د اقلیتونو له تبعیض، د نجونو د زده کړو له انکار او استبدادي دولت څخه ملاتړ ونکړي.”
د څارنې او انسجام ګډ بورډ ځانګړې ناسته د ژنوا ناستې د ژمنو د عملي کیدو د څرنګوالي او د را روانې ناستې لپاره چې د روان زیږدیځ کال په نوامبر میاشت کې ترسره کیږي، چمتووالی بلل شوی دی.
