1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

غني: په درییو تر شپږو میاشتو کې به جګړه د حکومت په ګټه بدلون وکړي

219355642_4134498856626325_7156678702154183528_n-1536x978
20 Jul 2021

ولسمشر، شته  حالت سخت بولي او وایي چې په راتلو درییو تر شپږو میاشتو به د جګړې په ډګر کې خط و نښان د حکومت په ګټه بدلون وکړي.

د هیواد ولسمشر، محمد اشرف غني په ارګ کې د اختر د لمانځه د اداینې وروسته د رسنیو پر وړاندې ظاهر شو او په راتلونکو درییو تر شپږو میاشتو کې یې د هیواد د امنیتي حالت د بدلون لپاره د پوځي برنامې د چمتو کولو خبر ورکړ.

ښاغلي غني یاده کړه: “تیره اونۍ مې په یوې عاجلې او عملي برنامې چې د جګړې حالت ته بدلون ورکړي، تیره کړه. دا برنامه چمتو شوې ده.”

ولسمشر له ټولو هیوادوالو وغوښتل چې د امنیتي او دفاعي سرتیرو ترڅنګ او د طالبانو پر وړاندې ودریږي. هغه ولسي پاڅون کوونکو ته هم ګوتڅنډنه لرله؛ دا چې ملیشه جوړول نه غواړي، خو هره دفاع باید د دولتي پوځیانو په څوکاټ کې ترسره شي.

ولسمشر زیاته کړه: “هغه کسان چې د نظام، ملکیت او ژوند ساتنې لپاره چمتو دي چې مبارزه وکړي، مونږ چمتو یو چې له دې ټولو ګټه واخلو، خو باید د دولت په څوکاټ کې اوسي. د امنیتي او دفاعي سرتیرو په څوکاټ کې اوسي. په دې هیواد کې نه خپل سریو ته ځای شته او نه هم ملیشه جوړولو ته.”

ښاغلی غني وایي چې طالبانو د جګړو ډیرولو سره وښوده چې د سولې لپاره تکل نلري.

هغه دوحې ته د حکومت د لوړپوړي پلاوي وروستی سفر د طالبانو له لورې د مثبت پیغام د ترلاسه کولو لپاره د خپل حکومت وروستۍ هڅه وبلله. ولسمشر همداراز د پنځه زره طالب بندیانو خوشې کول یوه تیروتنه وبلله؛ ځکه د هغه په وینا، د سولې لپاره د طالبانو په نیت کې هیڅ بدلون ندی راغلی.

ولسمشر وویل چې طالبان له بهرنیو ډلو لکه لښکر طیبه، جیش محمد او القاعدې سره د اړیکو دوام سره، افغانستان د نړیوالو ترهګرو د جګړې په ډګړ اړوي.

طالبانو تراوسه د ولسمشر د نننیو څرګندونو اړوند غبرګون ندی ښودلی.