ولسمشر غني وایي، هره هغه کړنه چې د طالبانو ۴۰۰ بندیان یې د نړۍ پر وړاندې ترسره کړي، پړه یې د نړیوالې ټولنې پرغاړه ده.
ولسمشر غني د ځوانانو د نړیوالې ورځې په پار په غونډه کې وویل چې د معاملې او باج ورکولو اهل ندی او که نړۍ د افغانستان د خلکو پر برخه لیک معامله وکړي، ورته رد ځواب ورکوي.
ښاغلي غني زیاته کړه:”کله چې د خلکو ټلواله له ځانه سره لرو او کله چې د ټولنې تر ټولو لوی قشر زمونږ ترڅنګ دی، له هیڅ څه نه ویریږو.“
ولسمشر تل ویلي چې د طالبانو د ۴۰۰ خطرناکه بندیانو خوشې کول، د ده له مسوولیتونو اوچته ده، له همدې کبله؛ ده دا پریکړه د سولې مشورتي جرګې ته وسپارله.
هغه په دې ناسته کې، د طالبانو د بندیانو خوشې کیدل، یو تاکتیکي بریالیتوب وباله او زیاته یې کړه چې؛ موږ باید د طالبانو د مدغم کولو قوت ولرو او دا کار د دولت جوړولو له طرحې او د هغې له استحکام پرته ممکن نه دی. د دولت جوړولو معنی دیکتاتوري نه ده، بلکې د ولسواکۍ پیاوړتیا ده.
ښاغلي غني همداراز هیښتیا ورکړه؛ هره هغه کړنه چې د ۴۰۰ خطرناکه طالب بندیانو له لورې په نړۍ کې ترسره شي، نړیواله ټولنه یې پر وړاندې مسووله ده.
هغه سولې ته د رسیدو لاره ستونزمنه وبلله او بریالیتوب یې ټیکاو او ټولو له لورې مسوولیت منلو سره تړلی وباله.
له دې ټوول سره، د طالبانو د خطرناکه بندیانو د خوشې کیدو لپاره د سولې د مشورتي جرګې له پریکړې یوه اوونۍ تیریږي. که څه هم تمه وه چې د دې پریکړې درې ورځې وروسته، دا بندیان خوشې شي، خو دا پریکړه تراوسه نده عملي شوې.
تیره ورځ د بهرنیو چارو وزارت هم اعلان وکړ چې یو شمیر هیوادونه، د طالبانو د اختلافي بندیانو د خوشې کیدو مخالفه دي.