ولسمشر غني د ملي شورا د اوولسم پړاو د پرانیستې په مراسمو کې وغوښتل چې اووه تنه استازي د روغې جوړې په لویه شورا کې د غړیتوب لپاره، حکومت ته وروپيژني.
د ملي شورا د اوولسم پړاو دویم کال، نن (پیلنۍ، د کب ۱۷/مارچ اوومه)، د ملي شورا د دواړو جرګو د مشرانو، د حکومت د اجرايي مشر او یو شمیر حکومتي چارواکو په حضور، د ولسمشر غني له لورې پرانیستل شو.
ولسمشر غني په دې مراسمو کې، له طالبانو ډلې سره د مرکچي پلاوي په جوړښت ترسره شویو سلاوو ته په ګوتڅنډنې، تر درییو ورځو د دې پلاوي د پيژندنې خبر ورکوي.
هغه زیاته کړه: دا چې څرنګه په یوې لویې شورا یا بل هر جوړښت پایلې ته ورسیږو، چې په هغه کې د ټولو استازولي شتون ولري، سلاوې شوې دي. په تیره اوونۍ ط په دې اړه خبرې شوي چې وکولای شي داسې پلاوی ولرو چې د افغانستان د ټول ولس استازولي وکړای شي.
شاغلي غني، له دواړو جرګو هم وغوښتل- چې د روغې جوړې په لویه شورا کې د غړیتوب لپاره، اووه استازي حکومت ته وروپيژني.
ولسمشر غني ویلي: د دې لپاره چې د روغې جوړې په لویه شورا کې د ملی شورا غړي ګډون ولري، له تاسې غواړم چې له مشرانو جرګې دوه غړي، یوه ښځه او یو سړی وي، همداشان له ولسي جرګې پنځه غړي چې دوه شځې او درې سړي وي، تر سبا رسماْ حکومت ته وپيژندل شي.
ولسمشر یو ځل بیا د افغانانو ترمنځ د خبرو له پیله مخکې د پنځو زرو بندیانو د خوشې کیدل د منلو وړ ونه بلل او زیاته یې کړه: دولت چمتو دی چې د منل شویو اصولو پر بنسټ له طالبانو ډلې سره خبرې وکړي. د خبرو د پیل وړاندې د پنځو زرو بندیانو د خوشې کولو لپاره د طالبانو په غوښتنې پوه یم. زه د ولسمشر په توګه هیڅ هیله نلرم چې طالب بندي ولرو، خو د هغو خوشې کیدل باید د یوه روڼ بهیر او روښانه میکانیزم پر بنسټ ترسره شي چې زمونږ خلک ډاډ ترلاسه کړي چې د هغو د خوشې کیدو وروسته به په وضعیت کې څه ډول بدلون وویني.
شمس الرحمان سباوون خپلواک