1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

غنی: د امریکایي ځواکونو کمیدل به پر امنیتي وضعیت اغیز ونه کړي

86710123_2727754403967451_2387336143889760256_o
18 Feb 2020

ولسمشرغني وایي چې له افغانستان څخه د نږدې ۴۰۰۰ امریکایي ځواکونو کمیدل به د هیواد پر امنیتي حالت هیڅ اغیز ونه کړي.

ولسمشرغني دوه نۍ په ماښام (سلواغې ۲۸مه/۱۷) د هیواد د قول اردوګانو له قوماندانانو سرپه  د سولې په دویمه مشورتي ناسته کې د سولې په اړه خبرې وکړې.

ښاغلي غني وویل:امنیتي ځواکونه د اوسنيو ګواښونو د مدیریت وړتیا لري او لکه څنګه چې د ترهګریزو ډلو پر وړاندې ودریدل د سولې له بهیر څخه هم ملاتړ کوي.

ولسمشر په دې ناسته کې د هیواد د قول اردوګانو قوماندانانو ته وویل: په تیرو دوو کالونو کې ستاسو دریدل د دې لامل شول ترڅو طالبان خپلو ټاکل شویو موخو ته ونه رسیږي.

ولسمشرټينګار کوي چې د جګړو د پای لپاره د حکومت دریځ دا فرصت رامنځته کړ چې طالبان د تاوتریخوالو کمیدل ومني.