| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
غنی د دوستم هیښتیا:د خلکو پر وړاندې له قهریه قوې څخه ګټه پورته کید ناوړه پایلې لري
19 Nov 2019
د ولسمشر لومړی مرستیال وایې،که چیري حکومت د ولسي اعتراضونو پر وړاندې له امنیتي ځواکونو ګټه پورته کړي،افغانستان به د ډاکټر نجیب له وخت څخه خطرناکه کړکیچ شاهد وې.
په ظاهره توګه لیدل چې د ټاکنو د بهیر په کړکیچن کیدو سره، نوی سیاسي لیکلې هم د جوړېدو په حال کې دي،د دې هڅو په پایله کې نن درې نۍ (د لړم/عقرب ۲۸مه)محمدمححق د ولسي جرګې له نږدی ۳۰ استازو سره جوزجان ولایت ته تللی ترڅو د سیاسي اوضاع په تیره بیا ټاکنو پر سر د ولسمشر له لومړي مرستیال سره خبرې اترې وکړي.

په دې ناسته کې د ولسمشر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم ولسمشرۍ ماڼۍ ته هیښتیا ورکړه چې په پوځي فشار سره دې د خلکو اعتراضونه نه ځپلې،او که چیري داسي شي، افغانستان به د ډاکټر نجیب له وخت څخه خطرناکه کړکیچ شاهد وې.
هغه زیاته کړه:که چیری یې ملت په ټوپک ووهه،نو هغه مهال به بیا زما غبرګون وګوري،ملت په ټانک او ټوپک مه وهئ، که داسي نشي وضعیت به د ډاکټر نجیب له واکمنۍ هم خراب شي.
دوستم غني ته په خطاب کې همدا شان وویل:که چیری ولسمشر د خلکو د ځپلو خیال په سر کې ولري،باید مخکې له مخکې خپل تابوت جوړ کړی پریږدي.
جنرال دوستم همدا شان دولت جوړونکې ټاکنیزه ډله په ټاکنو کې د درغلیو له طرحه کولو تورن کړ او ویې ویل چې په دې سکاله یو عادي کس هم پوهیږي چې اشرف غني لاس په درغلیو وهلی دی.
د ولسمشر لومړي مرستیال هیښتیا ورکړه،که چیري وروسته له دې پر خلکو باندې بدمرغي راشي د وسلې په میل ووهل شي،هغه به د خلکو سره ډګر ته راووځي.
دوستم د هیواد ناخوالې د ملي یوالي د حکومت د ناسمو سیاستونو پایله بولي.

له بلې خوا محمدمحقق وایې چې حالت د ټاکنو د خپلواک کمېسیون له مدیریت څخه وتلی او دا کمېسیون د حکومت تر مشرتابه لاندې عمل کوي.
ښاغلي محقق د ټاکنو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان له لاس وهنې هم نیوکه وکړه او په افغانستان کې یې د ملګرو ملتونو سازمان استازی د حکومت له لوري ګمارل شوی مامور وباله.
دا څرګندونې په داسي حال کې مطرح کیږي چې وړاندې له دې یوشمیر ټاکنیزو ډلو په هیواد کې له اټکلیز کړکیچ څخه هیښتیا ورکړې او ویلي یې دي چې په هیواد کې د راتلونکو پیښو پړ به هم د دولت جوړونکې ټاکنیزه ډله وې.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي

