ولسمشرغني تیره ورځ ماښام (لړم/عقرب ۲۵ مه) د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د سازمان له لوی کمېشنر فلیپو ګراند رسه په ارګ کې ولیدل.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغان کډوالو او د جګړو له کبله کورنیو بیځایه شویو اړوند سکالو خبرې وکړې.
ښاغلي غني له ښاغلي ګراند سره په لیدنه کې ویلي دي چې طالبان دې د سولې لپاره رامنځته شوي فرصت څخه ګټه واخلي چې د جګړې په پایته رسیدو سره هیڅ یو افغان د خپل هیواد پرې ښودو ته اړ نشي.
ولسمشر همدا راز وویل چې جګړه د هیواد والو د کډوالۍ اصلي لامل دی.
ښاغلي غني همدا شان ټینګار وکړ چې بیځایه شویو او ستنیدونکو کسانو ته د ځمکو ویش د حکومت له لویو برنامو څخه دي.