ولسمشر غني د شاوخوا شل هیوادونو او ملګرو ملتونو له استازو سره په یوه ویډیو کنفرانس کې وویل چې طالبان د تاوتریخوالي په دوام سره له ترهګرو سره هم اړیکه لري.
ښاغلي غني ټینګار وکړ چې د تېر کال په پرتله د طالبانو د تاوتریخوالي کچه لوړه شوې او د دې حالت دوام به د سولې بهیر لپاره جدي ننګونه وي.
په دې ویدیو کنفرانس کې چې د افغانستان د سولې لپاره د اجماع پیاوړتیا په نوم وو تیر ماښام په انلاین توګه ترسره شوه او ولسمشر غني یو ځل بیا ویلی چې په افغانستان کې سوله به په سیمه کې د دوه سلنه اقتصادي ودې لامل شي.
له بلې خوا د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله په هیواد کې د سولې او ټیکاو په رامینځته کولو کې د ګاونډیو هیوادونو او نړیوالو متحدینو پر رول ټینګار وکړ.
ښاغلي عبدالله زیاته کړه چې د بندیانو تبادله به ډیر ژر بشپړ شي. له بلې خوا د ښکلیو خواو څخه یې وغوښتل چې د دواړو هیوادونو ترمینځ خبرو اترو ته لاره هوارولو لپاره تاوتریخوالی کم کړي.