1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

غنی: ډاکټر عبدالله د اساسي قانون پرخلاف د حکومت د جوړیدو غوښتنه لري

اشرف غنی
24 Mar 2020

محمد اشرف غني د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اعلانپاڼې په غبرګون کې وايي چې د عبدالله عبدالله لپاره یې اساسي ونډه په پام کې نیولې، خو ښاغلی عبدالله د اساسي قانون پرخلاف د حکومت د جوړیدو غوښتنه لري؛ د اساسي قانون د بدلون واک نلرم.

 

محمد اشرف غني، نن له غرمې وروسته (درې نۍ، اوري پنځمه/مارچ ۲۴)، د ټول ګډونه حکومت د جوړیدو لپاره د افغانستان د سیاسي مشرانو د ناکامۍ اړوند د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اعلانپاڼې په غبرګون کې، د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر سره خبرې رغوونکې وبللې.

هغه زیاته کړه: آمریکا د افغانستان د مهمه او بنسټیز ملګري په توګه د سولې د بهیر له پیچلتیاوو خبر دی او مونږ د دې بهیر د پياوړتیا او بریالیتوب لپاره خپلې نږدې او دوام لرونکو سلاوو ته دوام ورکوو. سوله د افغانستان د ولس د هر وګړي غوښتنه ده. هغه کسان د سولې پر ضد دي چې د اوربند پرځای، پر وژنو ټینګار لري.

هغه عبدالله عبدالله د حکومت د مخکیني اجرایي مشر په توګه یاد کړ او ویې ویل چې د هغه لپاره یې د افغانستان د سولې په بهیر کې لویه ونډه په پام کې نیولې، خو ښاغلی عبدالله د اساسي قانون پرخلاف د حکومت د جوړیدو غوښتنه لري.

ښاغلي غني زیاته کړه: “تیره ورځ مو په جلا توګه له ډاکټر عبدالله سره خبرلې لرلې… د لوړې په ورځ د خپلې ژمنې پر بنسټ، د ډاکټر صاحب عبدالله لپاره مې د سولې په بهیر کې بنسټیزه ونډه او په کابینه کې د هغه ملګرو ته هم ونډه په پام کې نیولې. خو هغه د اساسي قانون په بدلون ټینګار لري، هغه هم په یوه شپه او له ما سره د هوکړې پر بنسټ.”

اشرف غني زیاته کړه چې د قانون پرخلاف د حکومت د جوړولو واک نلري، هغه پر دوام زیاته کړه: “د داشان حکومت جوړول او جوړښت یې په بشپړه توګه د اساسي قانون پرخلاف دی. زه له هغه میکانیزم بهر چې اساسي قانون یې وړاندوینه کړې، د هیڅ کس او ډلې په غوښتنه د اساسي قانون د بدلون واک نلرم. د معقولې غوښتنې لپاره چې د اساسي قانون مواد نقض کړي، د خبرو ور پرانیستی دی او وي به.”

هغه همداراز وویل: “د ټولو سیاسي، قومي، ژبنیو، مذهبي، جنسیتي او سمتي اړخونو په ګډون د ټول شموله حکومت د جوړولو لپاره زمونږ ژمنه پرځای ده او زه له خپلو مرستیالانو او ځانګړي استازي سره پر دې کار کوو. ډاډمن اوسئ چې په افغانستان کې ډله ییز او سمتي حکومتونو تجربه ناکامه ده او مونږ د ناکامو تجربو په لټه نه یوو.”

ښاغلي غني د امریکا له لورې د یو میلیارډ ډالري مرستو د کمیدو په غبرګون کې وویل چې د ده په مشرۍ دولت د اټکلیزو شرایطو لپاره چمتووالی لري.

هغه زیاته کړه: “امریکا پریکړه کړې چې له افغانستان سره خپلې مرستې لږې کړي… دولتونه تل د احتیاطی حالاتو لپاره برنامه لري. مونږ هم د ناڅاپه حالاتو لپاره له وړاندې جوړې شوې او بنسټیزې برنامې طرحه کړې دي. زه د امریکا د مرستو د کمیدو د جبران لپاره، د ریاضتي بودیجې ټول اړخونه مطالعه او ډیر ژر به تاسې ته ډاډ درکړم… همدا اوس درته ډاډ درکولای شم چې د امریکا د مرستو کمښت به زمونږ په برخو او کلیدي سکټورونو مخامخه اغیزه ونلري او هڅه کوو چې له ریاضتي بڼې او د بدیلو سرچینو په لټون دا تشه ډکه کړو.

محمد اشرف غني ټینګار وکړ چې د امریکا د مرستو ځنډیدل تراوسه “مشروطه” دي او هڅه کوي چې د “خبرو” له لارې، د واشنګټن قناعت ترلاسه کړي.

هغه په دې ټلویزیوني نطق کې همداراز له طالبانو وغوښتل چې د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې لپاره، په هیواد کې له اوربند سره هوکړه وکړي.

آرزو نیوز – شمس الرحمن خپلواک