1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

فرانسه : هغه طالبان چې د فرانسویانو قاتلان دي نه دې خوشې کیږي

France-and-Taliban
16 Aug 2020

د فرانسې دولت د افغانستان له دولت څخه غوښتي هغه طالب بندیان چې د فرانسوي وګړو په وژنه کې لاس لري نه دې خوشې کیږي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلانپاڼه کې وویل: “ فرانسه د هغو ترهګرو له خوشې کیدو انديښنه لري چې په افغانستان کې د فرانسوي وګړو په وژلو تورن دي.فرانسه په قطعي توګه د هغو کسانو له خوشې کیدو سره مخالفه ده چې د فرانسوي وګړو په تیره بیا د دې هیواد د سرتیرو او  بشرپاله کارکونکو پر وړاندې د جنایتونو په ترسره کولو تورن دي.”

اعلانپاڼه زیاتوي چې پاریس له افغان چارواکو غوښتي دي ترڅو د دې ترهګرو د خوشې کیدو بهیر پر مخ وې نسي.

وړاندې له دې،د آسټرالیا لومړي وزیر هم د آمریکا له ولسمشره غوښتي وو چې د هغو طالب بندیانو له خوشې کیدو دې مخنیو وکړي چې د آسټرالیایي وګړو په وژلو تورن دي.

د افغانستان حکومت د ۴۶۰۰ طالبانو له خوشې کیدو وروسته د ۴۰۰ پاتې بندیانو له خوشې کیدو سره مخالفت وکړ،خو د لویې جرګې له پریکړې وروسته یې د د طالبانو داختلافي بندیانو د خوشې کیدو لړۍ پیل کړه او د تیرې جمعې په ورځ یې د دې ډلې اتیا ۸۰ بندیان له پلچرخي بندخونې آزاد کړل.