د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي، له زلمي خلیل زاد سره په لیدنه کې د طالبانو او آمریکا تر منځ د سولې د هوکړه لیک پر وروستي کیدو ټینګار وکړ.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد، د ناټو له چارواکو سره د خبرو اترو او د بلجیم له سفر وروسته، پرون ( جمعه، د سلواغې ۱۱/ د جنوري ۳۱)، د پاکستان پلازمینه اسلام آباد ته تللی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې ښاغلی خلیل زاد د دې هیواد د بهرنیو چارو له وزیر محمود قریشي سره لیدلي او دواړو لوريو د افغانستان د سولې د خبرو اترو پر سر بحث کړی دی.
ښاغلي خلیل زاد په دې لیدنه کې د افغانستان د سولې په خبرو اترو کې د اسلام آباد له هڅو ستاینه وکړه.
له بلې خوا، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، ډاډ ورکړی دی چې سولې ته د افغانستان نږدې کیدو لپاره هڅه کوي او د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې د هوکړه لیک پر وروستي کیدو يې ټینګار کړی.
ښاغلي قریشي زیاته کړې: د امریکا او طالبانو تر منځ د هوکړه لیک وروستي کیدل، د افغانستان د سولې د خبرو اترو لپاره لار هواروي چې نه یوازې د افغانستان، بلکې د ټولې سیمې لپاره به ګټه ور وي.
د اوربند او د تاوتریخوالي د کمښت سکالې، د امریکا او طالبانو د خبرو اترو د یوولسم پړاو مهم بحث دی.
هغه سکاله چې حکومت او سیاسون یې لا هم پر سر یوې هوکړې ته ندي رسیدلي.
له بلې خوا، ولسمشر غني په دې وروستیو کې د امریکا د مرکزي پوځ قومندان جنرال کنت مککینزي په مشرۍ امریکایي چارواکو سره په خبرو اترو کې، په سیمه کې د وروستیو بدلونونو او د دواړو هیوادونو د مرستو پر سر خبرې اترې کړې دي.
له دې ټولو سره، په قطر کې د امریکا او طالبانو تر منځ خبرې اترې ځنډیدلي او له قطر څخه سرچینې وایي چې د دواړو لوریو تخنیکي کمیټې د جزییاتو پر سر په چنه وهلو بوختې دي.
آرزو نیوز ــ نجلا مایار