د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وایي چې د استانبول په ناسته کې د ګډون لپاره، طالابن خپله پریکړه کوي، خو اسلام آباد هڅه کوي چې دې دلې ته قناعت ورکړي چې د سولې په بهیر کې ښکیله پاتې شي.
د افغانستان د سولې په تړاو د ترکیې ناستې ترسره کیدو په درشل کې؛ د رویترز خبري آژانس ګزارش ورکړی چې اسلام اباد له طالبانو غوښتي ترڅو د سولې په بهیر کې ښکیل پاتې شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي تیره ورځ (دوه نۍ، وري ۳۰)، رویترز خبري آژانس ته ویلي چې پریکړه کوونکي طالبان دي؛ خو اسلام اباد هڅه کوي چې دا ډله وهڅوي چې د ملي ګټو لپاره د سولې په بهیر کې ښکیله پاتې شي.
هغه ویلي: “له طالبانو غواړو چې د سولې په بهیر کې خپل تعامل ته دوام ورکړي، مونږ هڅه کوو چې هغوی د سولې بهیر د بریالیتوب لپاره قانع کړو، خو هغوی خپله پریکړه کوي.”
ولسمشرۍ ماڼۍ بیا د سیمې له هیوادونو او په ځانګړي توګه له پاکستان څخه غواړي چې د سولې په بهیر کې خپلې ژمنې په عمل کې ترسره کړي.
د ولسمشر د ویاند مرستیال، لطیف محمود رسنیو ته وویل: د سیمې له هیوادونو زمونږ تمه دا ده چې د سولې په بهیر کې خپله ونډه ولوبوي. مونږ تمه لرو چې د سیمې هیوادونه په ځانګړې توګه پاکستان په خپلو ژمنو کې رښتینی اوسي.
رویترز همداشان ګزارش ورکړی چې د ترکیې په ناسته کې د طالبانو نه ګډون دا بهیر له بې نظمې سره مخامخ کړی دی؛ له همدې کبله ځینې هیوادونه هڅه کوي چې طالبان په دې ناسته کې ګډون ته وهڅوي.
تمه ده د ترکیې ناسته د راتلونکې اونۍ د پیلنۍ په ورځ د ملګروملتونو په مشرۍ په استانبول ښار کې ترسره شي او ښکیلې خواووې به یوې سیاسې حل لارې ته د رسیدو لپاره هڅه وکړي.