1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

قریشی د افغان دولت مشرانو ته: تور پورې کول ستونزه نه هواروي

قریشی
15 Jun 2021

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي که واشنګټن ته د ولسمشر غني د سفر موخه، د پاکستان ملامتول او تورنول وي، دا به هیڅ ګټه ونلري؛ ارګ: پاکستان د افغانستان په کورنیو چارو کې د نظر حق نلري.

 

شاه محمود قریشي د دوه نۍ په ورځ په اسلام آباد کې په یوې ناسته کې د افغانستان دولت له مشرتابه وغوښتل چې واشنګټن ته په سفر کې په اسلام آباد له تور پورې کولو ډډه وکړي.

که څه هم امریکا ته د ولسمشر غني د سفر جزییات نه دي رسنیز شوي؛ خو داسې تر سترګو کیږي چې دا سفر به ډیرې څنډې او خواوې ولري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر دې سفر ته ګوتڅنډنې سره وویل: پریږدئ چې له وړاندې یې ووایم، که واشنګټن ته د سفر موخه، د ټولو خرابیو لپاره د پاکستان مسووله ګڼل او د تورونو د نوې لوبې پیل وي، زه فکر کوم دا مرسته نه کوي.

هغه همداراز وویل: دا یوه ګډه پازه ده، هیڅ څوک به دا ونه مني، که هر څه په ناسمه توګه ترسره شي، پاکستان یې مسوول دی. مونږ به د هغه مسوولیت ونلرو.

قریشي یو ځل بیا وویل چې پاکستان د داسې بهیر پلوي دی چې په افغانستان کې د اوربند لامل وګرځي.

د پاکستان د ډیپلوماسۍ دستګاه مشر وویل: زه له دې خبرې سره هوکړه لرم چې تاسې نشې کولای په یو مهال هم تاوتریخوالی او هم خبرې ولرئ. پاکستان د تاوتریخوالي له کمیدو چې د اوربند لامل وګرځي، پلوي کوي.

خو د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ بیا د ښاغلي قریشي د څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې اسلام آباد حق نلري چې په دې تړاو خبرې وکړي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاند مرستیال، محمد امیري په دې اړه وویل چې پاکستاني چارواکي د افغانستان په کورنیو چارو کې د څرګندونو حق نلري.

د هغه په وینا، د افغانستان حکومت له طالبانو سره د اسلام آباد د اړیکو اړوند ډير لاسوندونه لري او دا هیواد باید په رښتینې توګه په افغانستان کې د اوربند د ټینګیدو اړوند همکاري وکړي.

له دې سره، د حکومت مشرتابه په داسې شرایطو کې امریکا ته سفر کوي چې افغانستان په سیاسي ګذار کې دی او په تیرو دوو لسیزو کې د خپل تر ټولو لوی ملاتړي سره د اړیکو نوي پیر ته ننوتی؛ له دې کبله، دا سفر د افغانستان لپاره ځانګړی ارزښت لري.