د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد قطر او د سیمې هیوادونو ته د خپل سفرونو نوې پړاو پیل کړ.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي چې د دې لیدنې په جریان کې به هغه د امریکا له ملګرو سره د افغانستان په مشرۍ د سولې د خبرو او د سوداګرۍ اړیکو پر پراختیا او د سولې د روانو پرمختګونو په اړه خبرې وکړي.
ښاغلی خلیل زاد ټینګار کوي چې د افغانستان خلک او نړیواله ټولنه تمه لري چې دغه خبرې د افغانستان د سیاسي راتلونکي او یوه تلپاتې او هراړخیز اوربند په لور پرمخ ولاړ شي.