1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

قطر ته د دولت د مرکچي پلاوي سفر

هیأت-گفتگوکننده-دولت
01 Jun 2021

د قطر په خبرو کې د دولت د مرکچي پلاوي یو غړی دا پړاو خبرې د افغانستان او سیمې لپاره حیاتي بولي او پر معنالرنې یې ټينګار کړی دی.

 

د دوحې خبرې له نږدې درییو میاشتو راپدیخوا هیڅ خوځښت نلري؛ بلکې په اړه یې هیله مندي هم لږه شوې ده. خو د یوه اوږد ځنډ وروسته، دولت او طالبانو یو ځل بیا د خبرو د بیا پیل لپاره ګام اوچت کړی دی.

مولوي عطاءالله لودین، عنایت الله بلیغ، امین احمدي او فوزیه کوفي د دولت د مرکچي پلاوي څلور غړي دي چې نن (درې نۍ، غبرګولي یولسمه)، د خبرو د بیا پیل په موخه دوحې ته تللي دي.

پاتې غړي هم تمه ده د راتلونکې اونۍ د درې نۍ په ورځ دوحې ته ولاړ شي.

د دولت د مرکچي پلاوي غړې، فوزیه کوفي دا پړاو خبرې د افغانستان او سیمې لپاره مهمې بللې دي.

هغې په خپله ټویټر پاڼه لیکلي دي: “د قطر په لاره یوو. هیله مند یوو چې معنالرونکې خبرې ولرو او پایلې یې، په افغانستان کې د وینې توییدنې او د افغانستان د خلکو د رنځ د پایته رسیدو لامل وګرځي. اړتیا ده چې په خبرو کې ډیره لیوالتیا او رښتینولي ولرو؛ ځکه راتلونکې څو میاشتې د افغانستان او سیمې لپاره حیاتي دي.”

له دي سره هم مهاله، د طالبانو ډلې هم د خبرو د بیا پیل اړوند د چمتووالي اعلان کړی دی.

له بلې خوا، نن په کابل کې یو شمیر فرهنګیانو، د سولې لپاره د یو غږ په نوم ناسته جوړه کړې وه.

په دې ناسته کې یو شمیر شاعرانو، په هیواد کې د جګړې او تاوتریخوالي په پایته رسیدو ټینګار وکړ او له لوریو یې وغوښتل چې خپل اختلافونه د خبرو له لارې هوار کړي.

د یادونې ده چې په وروستیو څو میاشتو کې د سولې بهیر ټکنی وو؛ پر وړاندې بیا، جګړې او تاوتریخوالي زور اخیستی وو. هغه څه چې د هیوادوالو اندیښنې ډیرې کړې دي.